د روغتيا د نړيوال سازمان وياند فاديلا چايب د اپريل په ۲۱مه نېټه په ژنيو کې د م م په دفتر کې يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د دغه سازمان په نظر د اوسنيو شواهدو له مخې کوويد نولس ويروس له حيواناتو څخه راپيدا شوی. خو په لابراتوار کې په مصنوعي ډول نه دی جوړ شوی.
په وروستۍ موده کې د خبري رسنيو او ټولنيزو رسنيو له لارې کوويد نولس ويروس د سرچينې په هکله دروغ او هدفي خبرونه خپريږي. په دې هکله نوموړي وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان اوس د ساري ناروغۍ او جعلي خبرو سره مقابله کوي. هغه وويل چې ياد سازمان د بېلا بېلو هېوادونو د څيړونکو هرکلی کوي چې د کوويد نولس ويروس سرچينه پيدا کړي. اوس اړوندې خواوې بايد واقعيتونو ته پاملرنه وکړي، او ويرې دې رامنځته نه کړي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |