CRI Online

نړيوالو سازمانونو په ټوله نړۍ کې د غلودانو د امنيت تامينولو ژمنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-04-22 13:58:29

په ټوله نړۍ کې د ساري ناروغۍ د خپرېدو له امله د غلودانو او کرنې د امنيت مسئلې حلولو په موخه د سعودي عربستان د وړاندېز له مخې د Gشل د کرهنيزو چارو وزيرانو ځانګړې غونډه د اپريل په ۲۱مه نېټه له ويډيويي لارې تر سره شوه. په دې غونډه کې د Gشل غړو، د ځانګړو بلونکو هېوادونو د کرهنيزو چارو وزيرانو، د م م د غلودانو او کرنې سازماناو د کرنې نورو نړيوالو سازمانونو مسئولينو ګډون وکړ. چين په دغه غونډه کې وړانديز وکړ چې کرهنيزې توليدي چارې دې زياتې شي او د کرهنيزو چارو توليدي نظام دې بير ته عادی شي، د کرهنيزو توليداتو سوداګريز نظام او د بازار ثابتوالی دې وساتل شي،څو اړخيزې همکارۍ دې پياوړې شي او د م م د غلودانو او کرنې سازمان، د غلودانو د نړيوال پلان ادارې او د کرهنيزو چارو پرمختګ د نړيوال صندوق په شمول د نړيوالو سازمانونو رول ملاتړ وشي.

له غونډې وروسته يوه اعلاميه خپره شوه چې نژدې همکارۍ پراخې شي او د ټولې نړۍ د غلودانو امنيت تامين شي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای