CRI Online

تبصره: د چين او افريقا ترمنځ په اړيکو کې به د نفاق اچولو په موخه ناوړه کړنه بريالۍ نه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-22 19:31:03

د چين د ميډيا ګروپ مبصر د اپريل په ۲۲مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی ( د چين او افريقا ترمنځ په اړيکو کې به د نفاق اچولو په موخه ناوړه کړنه بريالۍ نه شي.

په دغه تبصره کې ليکل شوي، چې د وېيا په نامه يوه محصله شپږ کاله مخکې د طبي زده کړو لپاره له تانزانيا څخه د چين د ګوانګ جو ښار د جونګ شان پوهنتون ته راغلې ده. هغې د کوويد -۱۹ ويروس په اړه داسې ويلي چې ټول کسان دې دغه ويروس ته د ماتې ورکولو لپاره يووالی وساتي. ګوانګ جو زما دوهم ټاټوبی دی او زه مينه ورسره لرم.

د نوموړې دغه خبرې د امريکا د هغو کسانو ناوړو کړنو ته کلک ځواب دی، کوم چې غواړي د چين او افريقا ترمنځ په اړيکو کې نفاق واچوي. خو رښتيا دا ده چې افريقايي دوستان په دې ښه پوهېږي چې چين له افريقايي دوستانو سره ښه سلوک کوي. د چين او افريقا ترمنځ دوستۍ له تاريخي ازموينو څخه وتلي او د يادو ناوړو کړنو له امله به تزلزلې نه شي.

ليدل کېږي چې چين د دغه ويروس پر ضد د مبارزې لپاره جدي تدبيرونه نيولي، دا هم د خپلو وطنوالو او هم په چين کې د بهرنيانو لپاره ګټوره کړنه ده. چين ټولو کسانو ته په يوه سترګه ګوري او هيچا ته سپکاوی نه لري. ګوانګ جو ښار چې له نورو هېوادونو او سيمو څخه د دغه ويروس د راتللو له زياتو فشارونو سره مخامخ دی، په تېرو څو ورځو کې د ګواښ لرونکو کسانو په مقابل کې ځانګړې پلټنه تر سره کړه، په دغه ښار کې کابو ۱۵زره کسان په خپلو کورونو کې قرنطين شوي چې په دې جمله کې د افريقايانو په شمول ۴۶۰۰ بهرنيان شتون لري. دغه راز، په يادو کسانو کې د روسيې، امريکا او استراليا په شمول د ۱۳ هېوادونو اتباع هم شامل دي، نو هغه اوازې چې د چين ياد تدبيرونه د افريقايانو پرضد دي، ناسم او بې دليله دي.

د دغې وبا له رامنځته کېدو راهيسې، د امريکا ځېنو سياستوالو او رسنيو په نړيواله ټولنه کې پر چين تورونه لګولي او غواړي چې د چين پرضد د نړيوالې ټولنې د دښمنۍ احساسات لمسون کړي. دوی په ناوړه توګهد کوويد- ۱۹ ويروس چيڼ پسې ګنډلی او غواړي چين بدنام کړي. د چين او نړۍ ترمنځ په اړيکو کې نفاق اچول پر چين باندې د امريکا لخوا د تور لګولو يوه طريقه ده چې دا به په نړۍ کې د دغه ويروس پر ضد مبارزې ته زيان ورسوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای