CRI Online

ټرامپ امريکايي ځواکونو ته امر کړی چې که ايراني بېړۍ زموږ بېړۍ تعقيب کړي، نو بريد ورباندې وکړئ

cri     (GMT+08:00) 2020-04-23 12:12:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په ۲۲مه نېټه په خپله ټويټر پاڼه کې وويل چې ما د امريکا سمندري پوځ ته امر کړی چې که ايراني بېړۍ زموږ بېړۍ تعقيب کړي، نو بريد ورباندې وکړئ .

د امريکا د دفاع مرستيال وزير داويد نوکويست ورپسې په يوه خبري ناسته کې وويل د ټرمپ دغه وينا ايران ته خبرداری دی او د امريکا پوځي بېړۍ د دفاع حق لري.

د امريکا د لويې درستيزولۍ مرستيال رئيس جان هايټن هم ايران ته اخطار ورکړ چې که د دوی بېړۍ د امريکا بېړۍ تعقيب کړي، نو امريکا به پوځي اقدام وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای