CRI Online

تدريس له امريکا وغوښتل چې د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مالي مرستو پر ځنډولو بيا غور وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-23 12:14:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم د اپريل په ۲۲مه نېټه له امريکا څخه وغوښتل چې له دې سازمان سره د خپلو مالي مرستو پر ځنډولو بيا غور وکړي او هيله يې وښودله چې امريکا له دې سازمان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

تدريس په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې امريکا بايد دا باور ولري چې د روغتيا له نړيوال سازمان سره مرسته کول يوه مهمه پانګونه ده چې نه يوازې له نورو سره مرسته کوي، بلکې د ځاني امنيت ساتلو لپاره هم ګټوره ده.

تدريس زياته کړه چې له ياد سازمان سره د امريکا مالي مرسته د نورو ډېرو هېوادونو د روغتيايي چارو لپاره ډېره مهمه ده. هغه هيله وښودله چې امريکا به په دوامداره توګه د دې سازمان له کارونو څخه ملاتړ وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای