CRI Online

د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدا حالات په اختلافي پړاوونو کې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-23 12:15:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومی مدير تدريس ادهانوم د اپريل په ۲۲مه نېټه وويل، اوس د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدا حالات په اختلافي پړاوونو کې دي. په لوېديځه اروپا کې د دې ويروس خپرېدا ګام په ګام کنټرول شوی، خو په افريقا، منځنۍ او لاتينی امريکا کې د دې ويروس د خپرېدو حالات ډېر د اندېښنې وړ دي.

تدريس په همدې ورځ په يوه ويډيويي خبري ناسته کې وويل اوسمهال د نړۍ په زياتو هېوادونو کې دغه ويروس د خپرېدو په لومړي پړاو کې دی، په نورو ځينو هېوادونو کې چې دغه ويروس خپور شوی، لا هم له دې ويروس سره سختې مقابلې روانې دي. دغه ويروس به په دايمي توګه موجود وي او ورسره د مقابلې بهير ښايي تر اوږدې مودې پورې دوام ولري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای