د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۲مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې له چين پرته په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۳۸۶۸۴۹ ته رسېدلی دی.
د ياد سازمان د ورځني راپور له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د اپريل تر لسو بجو پورې له چين پرته په ګرده نړۍ کې پر دې ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۷۳۸۸۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۳۸۶۸۴۹ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۶۰۵۸ زيات شو او عمومي شمېر يې ۱۶۴۳۶۴ ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |