د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۲۲مه نېټه په خپل ويبسايټ کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د روسيې ، ترکيې او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو سيرګي لاورو، چاوش اوغلو اوجواد ظريف په همدې ورځ د سوريې وضعيت په اړه يوه ويډيويي غونډه جوړه کړه.
درې وزيران ګډ نظر لري چې د سوريې مسئلې په اړه د استانې د خبرو اترو ميکانيزم د سوريې وضعيت د ارامولو، خپلو کورونو ته د کډوالو د بېرته ستنېدو او د بشري حقونو مسئلې د حلېدو په شمول ځينو برخو کې لارښوونکی رول لوبولی او په ادليب ايالت کې د اوربند تړون د شخړو د کمولو په برخه کې مهم برياليتوب تر لاسه کړی دی.
دريو وزيرانو دا څرګنده کړه چې د استانې ميکانيزم په چوکاټ کې به خپلمنځي همغږۍ ته دوام ورکړي تر څو د سوريې د ثبات او امنيت د ساتلو لپاره کوښښونه ترسره کړي. دوی له نړيوالو سازمانونو څخه غوښتنه وکړه چې د کوويد-۱۹ د خپرېدو په حال کې د سوريې ملکي وګړيو ته بشردوستۍ مرستې برابرې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |