CRI Online

د امريکا تصدۍ د کوويد- ۱۹ ويروس پر وړاندې په چين کې پانګه اچوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-23 19:45:29

د چين په بېجينګ او هوی جو ښارونو او د امريکا په دالاس ښار کې د اپرېل په ۲۲مه نېټه د ايکزون موبيل پروژې د پيل مراسم تر سره شول. د دې پروژې ټوله پانګه شاوخوا لس مليارده امريکايي ډالره ده او په چين کې د پيټرو کيميکل په برخه کې د امريکايي تصدۍ له خوا جوړه شوې لومړنۍ لويه پروژه ده.د دې شرکت مشر دارين وودس په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د چين پر بنسټيزو تاسيساتو سربېره ، نويو قوانينو او مقرراتو يې د دغه هېواد د دغه هېواد اقتصاد د سيالۍ توان لوړ کړی، ټولو ته يې يو چاپيريال برابر کړی او په چين کې به زموږ د شرکت ستراتيژيکې اوږدمهاله پانګونې دوام ولري.

په تېرو ۳ مياشتو کې د دقيقو پرېکړو، د اجرا کولو قوي توان او د 1.4 ملياردو چينايانو له اتحاد او وقار سره ، چين په مؤثره توګه د ساري ناروغۍ خپرېدا کنټرول کړې ، په پراخه کچه يې د کار او توليد بيا پيل کول هڅولي او قوي اقتصادي ليوالتيا يې ښيي چې تصدۍ په چين کې پانګونو ته دوام ورکړي او د نړيوالې ټولنې باور يې پياوړی کړی دی.

دا يوازې امريکايي شرکتونه ندي چې د چين پر اقتصاد باور لري.د بريټانيا د مورګان فينيشل تايمز ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې د مقالې په خپرولو سره وويل چې په چين کې د دغه هېواد د ستريکس شرکت ۳ فابريکو په تېرو څو اوونيو کې توليدي توان بيا اعاده کړی دی. د دغه شرکت مشر وويل چې د ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې د چين معيار او ډسپلين به له تصديو سره مرسته وکړي چې کارونو ته بېرته راستنې شي.

د ناروغۍ پر وړاندې، په چين کې د بهرنۍ پانګونې لېوالتيا لاهم غوړېدلې پاتې ده ، ځکه چې دوی د 1.4 مليارد نفوس لرونکي لوی بازار سره پرژکون نشي نه شي کولی. په چين کې د امريکا د ايکزون موبيل شرکت د پروژې پيل کول به بې له شکه د اقتصاد د نړيوال کېدو پياوړتيا ته دوام ورکړي او له ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولو خواوو باور به زيات کړي او نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ به ژورې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای