CRI Online

د بريتانيا د محافظه کار ګوند يوه غړي د چين پر ضد شويو څرګندونو سره مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-04-24 11:58:48

پر ځايي وخت د اپريل په ۲۳ مه نېټه د بريتانيا د محافظه کار ګوند غړي مارک لوګان په ټايمز ورځپاڼه کې يوه تبصره خپره کړه چې پکې يې له دې سره مخالفت څرګند کړی چې ځينو سياستوالو او رسنيو کوويد-۱۹ د چين پر ضد د وسيلې په توګه کارولي او د چين په اړه غلطې خبرې خپرې کړی. هغه وويل چې په تېرو څو ورځو کې د بريتانيا په رسنيو کې پر چين باندې ډېر تورې لګول شوي او عامو وګړو دا نظر درلود چې ټول چيني توکي بد دي، خو حقيقت داسې نه دی. هغه له ټولو بريتانيايانو څخه غوښتنه وکړه چې دوی بايد د چين په اړه معالومات او ور ته درناوی زيات کړي، د نړيوال کېدو په حالت کې چين ډېر مهم دی او لوېدځ هېوادونه بايد له ختيځو هېوادونو سره يو ځای همکارۍ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای