CRI Online

د م م سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس غوښتنه وکړه چې د پرمختيايي هېوادونو پورونه کم کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-24 12:09:20

پر ځايي وخت د اپريل په ۲۳ مه نېټه د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د نړيوالو پورونو مسئلې په اړه وويل چې د کوويد-۱۹ د سخت خپرېدو له امله په پرمختيايي هېوادونو کې اقصادي زيانونه رامنځته شوي. د دغه کنفرانس له خوا د خپور شوي راپور له مخې، پرمختيايي هوادونه د ۲۰۲۰ کال او د ۲۰۲۱ کال لپاره ټولو پورونو شمېر له ۲۶۰۰ مليارډ ډالرو څخه تر ۳۴۰۰ مليارډ پورې زيات شوی او تر اوسه پورې يې حقيقي ملاتړ نه دی تر لاسه کړی او يو نړيوال سازمان دې د پورونو کموالې پروژه عملي کړي. ياد کنفرانس غوښتنه وکړه چې پرمختيايي هېوادونو ته د پورونو له ورکولو سره موافقه وکړي او په حقيقت کې پورونه کم کړي تر څو د کوويد-۱۹ ويروس د سخت خپرېدو مخه ونيسي. د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د مارچ په ۳۰ مه نېټه غوښتنه وکړه چې د کوويد-۱۹ پر ضد مبارزې لپاره دې پرمختيايي هېوادونو ته ۲۵۰۰ مليارډ ډالرو په ارزښت مرستې برابرې کړې وي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای