د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانومغيبريسوس د اپريل په ۲۲ مه نېټه وويل چې يادسازمان د جنورۍ په ۳۰ مه نېټه اعلان وکړ چې د کوويد-۱۹ ويروس له امله رامنځته شوې ناروغي د نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ او د عامه روغتيا ضد ناڅاپي پېښه ده. دغه سازمان د روغتيا نړيوالو مقرراتو سره سم پر وخت نړۍ ته تر ټولو لوړې کچې پېشګويي خپره کړه. هغه وخت د چين پرته په نورو هېوادونو کې د دغې ويروس د مخنيوي او د دغې ويروس د خپرېدو ځنځير ماتولو لپاره مناسب فرصت و.
نوموړي د روانې مياشتې په ۲۲ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې هغه وخت له چين پرته په نورو هېوادونو کې يوازې ۸۲ تنه پر کوويد-۱۹ ويروس اخته شوي و او څوک وژلي نه وو.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |