CRI Online

چين له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې له افغانستان سره ولاړ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-24 12:18:10

(انځورونه: په افغانستان کې د چين د سفارت له ويبپاڼې څخه )

د اپريل تر درويشتمې نيټې پورې په افغانستان کې پر کوويد ۱۹ د اخته کسانو عمومي شمېر ۱۲۲۶ ته ورسيد او تر يادې نېټې پورې ۱۷۷ کسان له يادې ناروغۍ څخه روغ او له روغتونونو څخه رخصت شوي، خو ۴۰ تنه مړه شوي دي.که څه هم په افغانستان کې د کوويد ۱۹ د قربانيانو شمېر د ډېرو هېوادونو په پرتله کم دی، خو يوه مهمه ستونزه دا ده چې په ياد هېواد کې د کرونا د تشخيص امکانات کم دي او له همدې امله ډېر شمېر کسانو طبي ازموينه نا شونې ده.

افغانستان د کوويد ۱۹ پروړاندې مبارزې لپاره ماسکونو، محافظتي جامو، د تنفس طبي ماشينونو او نورو اړينو طبي وسايلو ته اړتيا لري.د چين حکومت او ولس په افغانستان کې د ساري ناروغۍ حالت ته ډېره پاملرنه کوي او د اپريل په لومړې نېټه يې افغانستان ته د خپلو مرستو لومړۍ چوپه ولېږله چې په کې ماسکونه، چيني درمل او د تنفس طبي ماشينونه شامل و.

د چين له دې مرستې څخه د افغانستان په هرات ولايت کې د ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې استفاده کېږي او د ويروس په مخنيوي کې يې رول لوبولی دی. خو دا چې په په هرات او نورو ولايتونو کې قرنطين عملي شوی او له خلکو څخه غوښتنه شوې چې د ساري ناروغۍ د خپرېدو په وخت کې دې له خپلو کورونو څخه وتل کم کړي او له غونډو څخه دې ډه ډه وکړي، خو دغه ويروس په اسانه او چټکۍ سره له يو تن څخه نورو ته د خپرېدو ځانګړې وړتيا لري او له همدې امله زياته خپره شوې.

د چين حکومت د افغانستان د اړتياوو له مخې د اپريل په مياشت کې د دويم ځل لپاره دغه هېواد ته د ځانګړې الوتکې په وسيله ۷اعشاريه دوه ټنه طبي مواد واستول. دغه توکي د چين د نړيوال پرمختګ د همکاريو ادارې او د چين د ځينو دولتي څانګو او ټولنيزو ارګانونو لخوا په ګډه راغونډ شوي چې د ازموينې کيټونه، طبي ماسکونه، محافظتي جامعې، عينکې او د بدن تودوخې معلومولو ماشينونه پکې شامل دي او دا د تېر ځل مرسته شويو توکو په پرتله لا زيات و.

د چين حکومت هېله لري چې دغه توکي ژر د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره د لومړۍ کرښې په کارونو کې استفاده شي او لا زيات خلک له دغو توکو څخه ګټې واخلي. د مارچ په ۲۹مه نېټه چيني ډاکټرانو د افغانستان او ايران په شمول يو شمېر هېوادونو له ډاکټرانو سره ويډيويي کنفرانس تر سره کړ او له هغوی سره يې پر کوويد نولس ويروس، د ککړو ناروغانو د درملنې په موخه د چيني دوديز طب طريقې شريکې کړې. د اپريل په پنځلسمه نېټه د افغانستان په کندهار کې مېشتو ډاکټرانو د چين له ډاکټرانو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې د دغه ويروس سره د مبارزې په برخه کې خبرې وکړې او چيني ډاکټرانو کندهاري ډاکټرانو ته لازمې مشورې ورکړې.

د کوويد نولس ساري ناروغي د نړۍ په زياتو هېوادونو او سيمو کې په چټکۍ سره د پراخيدو په حال کې ده او د ټولو انسانانو په وړاندې يوه جدي ننګونه ده او د دغو مشکلاتو ليرې کولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ همکاريو ته اړتياده. چين تل د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د نظريې له مخې له ټولې نړۍ سره پرانيستې، شفافې او مسئولانه توګه همکارۍ کړې او د مختلفو خواوو پوښتنو ته يې ځواب ورکړی.

چين په خپل هېواد کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول سره هممهاله په فعاله توګه له نړۍ سره خپلې تجربې شريکوي او له خپل توان سره سم يې له هغو هېوادونو او سيمو سره مرستې کړې چې ساري ناروغۍ پکې رامنځته شوې. د نړۍ زياتو هېوادونو ته يې د کوويد نولس د مخنيوي په موخه طبي پوهان او مرستې لېږلې او دغه راز د چيني کارپوهانو لخوا انلاين کنفرانسونه جوړ شوي او له بېلا بېلو لارو يې په فعاله توګه د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې له نړۍ سره همکارۍ کړې او دغه همکارۍ دوام لري.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز په کابل کې د چين د طبي مرستو دويمې چوپې تسليمېدو پرمهال وويل چې په هېواد کې يې د ساري ناروغۍ د خپرېدو له امله د طبي وسايلو او د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره د موادو کموالي له امله د خلکو ژوند او روغتيا له ستر ګواښ سره مخ ده. چين تل د اړتيا په وخت کې له افغانستان مرسته کړې او د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې يې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړې او ښه پيشنهادونه يې ورکړي، اړين توکي يې را لېږلي چې دا ټول ډېر ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای