CRI Online

د G20 د کارګرو وزيرانو په غونډه کې ويل شوي چې د عمومي اقتصادي تګلارو د طرحه کولو په وخت کې بايد د کارونو او ګمارنې مسئلې په فکر کې ونيول شي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-24 13:05:54

د G20 د کارګرو وزيرانو ځانګړې ويډيويي غونډه د اپريل د ۲۳مې نيټې په ماښام پای ته ورسيده. په غونډه کې د يوې اعلاميې په خپرېدو سره ويل شوي چې د کوويد-۱۹ ويروس ساري ناروغۍ په ټوله نړۍ کې تر ټولو لويه ننګونه ده او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ ګډو همکاريو ته اړتيا لري. د دغې ډلې د کارګرو او کارونو څانګې به په مداومه توګه له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي او هراړخيز اغيزمن تدبيرونه به طرح او عملي کړي تر څو په بېلا بېلو هېوادونو کې د کار پر بازارونو د ساري ناروغۍ منفي اغيزې کمې کړي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د بېلا بېلو هېوادونو کارګران د ساري ناروغۍ د خپرېدو په حال کې د بېکاري له خطرونو سره مخ دي. دغه ډله به تر وسې پورې دغه حالت کې ښه والی راولي او په دوامداره توګه له نورو هېوادونو سره هراړخيزې همکارۍ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای