CRI Online

د امريکا د څو ايالتونو ماليي څانګو د فدرالي حکومت څخه د مرستو غوښتنه کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-24 13:10:13

د نيويارک ټايمز د خبر له مخې، د اقتصاد ځنډونې له امله د مالياتو سخت کموالی د امريکا په ځينو ايالتونو او ځايونو کې د حکومتونو د مالي ستونزو سبب شوی. په ځينو ښارونو کې د سړکونو په غاړه څراغونه خاموش شوي او د درملنې، ترافيک او ښوونځيو په چارو کې مالي لګښتونه کم شوي دي.

د ځينو ايالتونو او ښارونو مسوولينو فدرالي حکومتونو او جمهوري غوښتونکي ګوند او ديموکرات ګوند مشرانو ته د پيغامونو په ليږلو سره غوښتنه کړې چې مالي مرستې برابرې کړي او د حکومتي کارکوونکو لګښتونه ورکړي. خو د مشرانو په جرګه کې د ديموکرات ګوند مشر اديسون مک کونيل په څرګنده توګه ويلي چې له دغو ايالتونو سره به مرسته ونه کړي او بېلا بېلو ايالتونو ته به اجازه ورکړي چې ډيوالی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای