CRI Online

له شان شي ولايت څخه د شي جين پينګ له ليدنې څخه څرګنديږي چې چين د ټاکلي پلان له مخې د بېوزلۍ له منځه وړلو هدف د عملي کولو ټينګ هوډ لري

cri     (GMT+08:00) 2020-04-24 13:23:16

د ټاکلي پلان له مخې چين به په روان کال کې د ډېرې بېوزلۍ له منځه وړلو دنده بشپړه کړي او په هراړخيزه توګه به د هوساينې ټولنه جوړه کړي. خو د کوويد -۱۹ ساري ناروغۍ دغه پلان پر وړاندې يوه ناڅاپه ننګونه رامنځته کړه. اوسمهال د دغه هدف د عملي کېدو تر وخت پورې څه باندې دوه سوه ورځې پاتې دي، آيا چين به د ټاکلي پلان له مخې دغه هدف پوره کړي؟ دا د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشی شي جين پينګ د اپريل له شلمې نيټې څخه تر درويشتمې نيټې پورې له شان شي ولايت څخه د ليدنې په موده کې د توليد، ګمارنو، روغتيا او ښوونې په چارو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په هدف د تدبيرونو جوړولو لپاره لوری او لارې روښانه کړې او هغه څرګنده نښه يې خپره کړه چې چين به د ټاکلي پلان له مخې ياده دنده عملې کړي. له دې څخه د خلکو په مرکزيت د چين د کمونېست ګوند د اداره کولو نظريې او د خلکو ژوند ته پاملرنې څرګنديږي.

د پينګ لي ولسوالۍ يوه کورنۍ

شي جين پينګ د اپريل په شلمه او يوويشتمه نېټه په جلا جلا توګه د شان شي ولايت د چين با په غرنۍ سيمه کې د جاه شوی او پينګ لي له ولسواليو څخه ليدنه وکړه. د چين با غرنۍ سيمه د چين د څوارلسوډېرو بېوزلو سيمو څخه ده. شي جين پينګ له دې ځای څخه ليدنه وکړه چې په چين کې د بېوزلۍ د پوره له منځه وړلو په جنګ کې د وروستيو مشکلاتو د حلولو او د پوره برياليتوب د تر لاسه کولو مهمه نښه خپره شوه.

د توليد چارو پرمختګ په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو اساسي تګلاره ده. شي جين پينګ په جاه شوی ولسوالۍ کې وويل چې ځايي مرخړی يوه لويه توليدي چاره ده او په پينګ لي ولسوالۍ کې د چاي د کرلو له باغ څخه د ليدنې په وخت کې يې وويل چې د چای له لارې شتمن کيږي او له بېوزلۍ څخه سمسورې ټولنې ته بدلی شي. د ځانګړو توليدي چارو د پرمختګ له لارې په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لارې چارې راپيدا شوې دي.

د کوويد -۱۹ ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو راهيسې په زياتو بې وزلو ځايونو کې د کرهنيزو توليداتو د خرڅلاو په ترڅ کې ستونزې رامنځته شوې دي. خو په چين کې د پرمختللې انلاين سوداګرۍ له لارې دغه مشکلات حل شوي دي. په جاه شوی ولسوالۍ کې مرخړي د انلاين سوداګرۍ له لارې هره ورځ بهر ته پلورل کېږي چې د معاملې شمېر څه باندې سل دي. په همدې وخت کې ساري ناروغۍ د بې وزلو کارګرو د ګمارنې پر بهير يې سترې اغيزې کړې، خو د ګمارنې چارې او د خلکو ژوند ټول د چين د لومړۍ کچې مشر تر پاملرنې لاندې دی. شي جين پينګ له شان شي ولايت څخه د ليدنې د دريو ورځو څخه مخکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غونډې مشري وکړه او د خلکو د ګمارنې او د ژوند د تامينولو اعلان يې وکړ.

په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په کارونو کې يو ټينګ معيار شته چې بې وزليه اوسيدونکي د خوړو او لباسونو د کموالي ستونزه ونه لري، ټولنيزې ښوونې منلی شي، بنسټيزې طبي بيمې ولري، د اوسيدو لپاره کورونه ولري. شي جين پينګ له شان شي ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې په راتلونکې کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په هکله مشخص ترتيبات تر سره کړي او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد کيليدي مسئلې حل کړي او په دقيق او سم ډول له بېوزلو کسانو سره مرسته وکړي تر څو پاتي غريب کسان له بېوزلۍ څخه ځان وژغوري. د بېوزلۍ له منځه وړلو په کارونو کې مخکني برياليتوبونه بايد ټينګ شي او د هر ځای د ځانګړتيا له مخې توليد چارې پرمختګ وموندل شي.

په دې وخت کې له شان شي ولايت څخه د چين د لومړی مشر له ليدنې څرګنديږي چې د ټاکلي پلان له مخې به د بېوزلۍ له منځه وړلو دندې بشپړولو لپاره ټولو خلکو ته ټينګ هوډ او ځواک برابر شوی او ټول خلک هڅول شوي چې په ګډه يووالی او اتحاد وکړي تر څو د بېوزلۍ له منځه وړلو دنده بشپړه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای