(د چين لينګ غرونو لړۍ ښکلې منظرې)
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د چين له شان شي ولايت څخه ليدنه وکړه. د چين لينګ غرونو لړۍ د نيوبېليانګ په نوم د طبيعت دولتي ساتونکې سيمه د ده د سفر لومړی ځای و.
د چين لينګ غرونو لړۍ د چين د ايکلوژيکي چاپيريال ساتنې په برخه کې مهم ديوال بلل کيږي او چاپيريال يې څو کاله مخکې د ناقانونه ساختمانيو چارو له امله زيامن شوی و. د رئيس شي جين پينګ تر پاملرنې او حکم لاندې په ۲۰۱۸ کال کې ځايي ناقانونه ودانۍ ورانې شوې او اړوند کسان د قانون منګولو ته وسپارل شول.
شي جين پينګ له شان شي ولايت څخه په ليدنه کې د بېلا بېلو کچو له چارواکو څخه وغوښتل چې د پخوانيو تېروتنو بيا رامنځته کولو ته اجازه نشته. د شي جين پينګ له خبرو څخه ښکاري چې هغه د ايکلوژيکي چاپيريال ساتنې چارو ته په درنه سترګه ګوري.
چين به په روان کال کې د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ موخې ته ورسيږي، خو د چين پر وړاندې داسې حالت شتون لري، چې له يوې خوا يې د کوويډ- ۱۹ له امله اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له سختو ننګونو سره مخامخ دی، خو ايا چين به د چاپيريال ساتنې په برخه کې غوښتنې ټيټې کړي؟ له بلې خوا د شان شي په شان د چين د مرکزي او لويديځې سيمې ولايتونه څرنګه کولی شي چې د ټاکلي پلان له مخې د بېوزلۍ د له منځه وړلو دندې بشپړې کړي؟
شي جين پينګ يادې پوښتنې ته څرګند ځواب ورکړ. نوموړي وويل، چې د ايکولوژيکي ساتنې اراده به کمزورې و نه ساتو. د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې او د اقتصادي پرمختګ ترمنځ اړيکې څنګه په موازي شکل پرمخ بوځو؟ شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې ښه چاپيريل، طبيعي سرچينې او اقتصادي ثروت دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |