CRI Online

غل د غله نيولو چېغې وهي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-24 20:46:02

په امريکا کې د کوويډ- نولس ويروس د ساري ناروغۍ د وضعيت له سختېدو سره همهماله ځيني سياستوال له چين څخه د تاوان اخيستلو دعوا کوي. د ميسيسيپي ايالت لوی څارنوال لين فيچ پر ځايي وخت د اپيريل په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ، چې دغه ايالت به د چين پر حکومت د تاوان اخيستلو دعوا وړاندې کړي. دغه بد نيت لرونکي دعوا چې غواړي خپل مسئوليت پر نورو واچوي، د قانون او حقيقت بنسټ نه لري او د غل له خوا د غله نيولو د چېغې وهلو لوبه ده.

لومړی؛ دغه ډول دعوا قانوني بنسټ نه لري. دوهم؛ د ځينو امريکايانو دعوا له حقيقت سره سمون نه لري. لين فيچ په خپله ادعا نامه کې پر چين هغه ۲ بې ځايي تورونه لګولي چې چين په هېواد کې د دغې ناروغۍ په اړه د معلوماتو او شمېرو په برخه کې درواغ ويلي او د چين حکومت ماسکونه او نور شخصي دفاعي سامان الات په لويه اندزه ذخيره کړي دي. درېيم؛ دغه ډول دعوا د نړيوالې ټولنې له اخلاق څخه سرغړونه ده. د H1N1 ډول انفلونزا چې په امريکا کې لومړۍ رامنځته شوه، په ټوله نړۍ کې يې ۲ لکه کسان ووژل، اېډز ناروغي لومړی په امريکا کې پيدا شوه او بيا ټولې نړۍ ته خپره شوه، د امريکا د ليهمان بروتيرس شرکت د افلاس له امله په نړۍ کې پولي بحران رامنځته شو، خو چا له امريکا څخه تاوانونه وغوښتل؟ چا له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د دغو پېښو مسئوليت دې پر غاړه واخلي؟ ټول انسانان د ناروغيو پر وړاندې زيانمن کېدوونکي دي. په نړيواله ټولنه کې د عامې روغتيا د پېښې له امله له يو هېواد او ملت څخه د تاوان اخيستلو د غوښتلو ساری شتون نه لري، ځکه که دغه عمل د منلو وړ وي، په نړۍ کې به بغض راپورته شي او مصنوعي فاجعه به جوړه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای