CRI Online

اروپا د کوويد-۱۹ د خپرېدو له امله د سختو زيانونو سره مخ شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-25 15:51:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په اروپا کې د ځينو هېوادونو د خپرو شويو شمېرو له مخې د سږ کال له مارچ راهيسې په اروپا کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو راهيسې ځايي اقتصاد ته سخت زيانونه رسېدلي دي. په اروپا کې د ځينو هېوادونو د اقتصاد د بيا پرمختيا لپاره له قرنطين څخه د ايستلو تدبيرونه هم تر سره کړي او په عين وخت کې د کوويد-۱۹ مخنيوي پر وړاندې مبارزه کړې ده.

د مالوماتو له مخې، په ايټاليا کې د اپريل په ۲۴ مه نېټه پر کوويد-۱۹ ويروس د نويو اخته شوو کسانو شمېر ۴۲۰ و چې د مارچ له ۱۸ مې نېټې څخه تر ټولو کم دی. د دغه هېواد صدراعظم جوسيپې کونټ ويلي چې د کوويد-۱۹ ويروس د ايټاليا پر عمومي اقتصاد ته سخت او د اوږدې مودې زيانونه رسولي دي. د پيسو نړيوال صندوق د اټکل له مخې چې په ايټاليا کې به د سږ کال د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۹.۱ سلنه کم شي.

د سويس د اقتصادي چارو دارالانشا د روانې مياشتې په ۲۴ مه نېټه وويلې چې اوس په دغه هېواد کې ۱.۸ مليونو کسانو د کارونو څخه د رخصتېدو غوښتنې کړې دي چې دغه شمېر د کارکوونکو په ټولو شمېر کې ۳۶سلنې ته رسېدلی دی.

د کوويد-۱۹ ساري ناروغۍ د اروپا د بېلا بېلو هېوادونو د خدمتي، توليدي او سيلانيز چارو په شمول اقتصادي برخو ته سخت زيانونه رسولي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای