CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان پر کوويد ۱۹ د اخته ناروغانو د درملنې او د واکسين د څېړنې په اړه نړيوالې همکارۍ پرمخ بيايي.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-25 16:07:48

د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۴مه نېټه له زياتو نړيوالو همکارانو سره د کوويد ۱۹ پر ضد د وسيلو د جوړولو ګړندی کوونکي ماشين په نوم د نړيوالې همکارۍ يو وړانديز پيل کړ.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس په همدې ورځ په يوه اړونده ويډيويي غونډه کې څرګنده کړه چې د نړيوالې همکارۍ دغه وړانديز خورا اهميت لري او موخه يې د کوويد ۱۹ پر تشخيص کوونکې وسيلې، درملنې او واکسين د څېړنې، توليد او مساوي ويش پرمخبيول دي.

هغه زياته کړه چې نړۍ د کوويد ۱۹ پر ضد اړوندو وسيلو ته زياته اړتيا لري، نو هر تن دې په مساوي توګه دغه وسيلې لاسته راوړي. ياد وړانديز به د زياتو نړيوالو سازمانونو، حکومتي او شخصي ارګانونو د ځواکونو په راټولولو سره په لا چټکۍ او لويې پيمانې سره اړوندې څېړنې او توليدي کارونه تر سره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای