CRI Online

پر صادراتو بنديزونه نه يوازې نورو ته زيان رسوي، بلکې د ځان په ګټه هم نه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-25 17:05:39

د پيسو نړيوال صندوق او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اپريل په ۲۴ مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د مهمو طبي موادو او خوراکي توکو پر صادراتو د ځينو هېوادونو بنديزونه ډېر د اندېښنې وړ دي، په داسې حال کې چې ګرده نړۍ د کرونا له لويې وبا سره د مبارزې په هڅه کې ده،بېلابېل هېوادونه دې خپلې سوداګرۍ پرانيزي. په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې پر صادراتو محدوديت اکمالاتي ځنځير او توليدي فعاليتونو ته زيان رسوي او ځينو ځايونو ته د اړينو توکو د لاس رسي مخه نيسي چې په پايله کې به د روغتيايي بحران او اقتصادي کړکېچ د لااوږدېدو او سختېدو لامل شي او بې وزلي او کمزوري هېوادونه به تر نور ډېر زيانمن شي.په دغه اعلاميه کې د بېلابېلو هېوادونو له حکومتونو څخه غوښتنه شوې چې پر صادراتو دې بنديزونه او نور سوداګريز محدوديتونه نه لګول کيږي يا دې نه سختېږي يا کلک نه کړي او د روان کال له پيل راهيسې لګېدلي بنديزونه دې لرې شي.

اوسمهال په ګرده نړۍ کې د ځان ساتنې وسايلو او د اکسيجن تنفس وسايلو په ګډون د کوويډ ۱۹ ويروس د ناروغانو د درملنې لپاره طبي وسايلو ته تقاضا ډېره شوې ده، ډېرو هېوادونو د ځان ژغورنې له اړتياوو سره سم خپل سوداګريز محدوديتونه نرم يا کلک کړي دي. د ګلوبل ترېډ الرټ (Global Trade Alert) په نوم د سوداګريزې څېړنې د يو نړيوال سازمان لخوا په تېر اپريل کې خپور شوی رپوټ ښيي چې د تېر مارچ تر لسمې نېټې پورې په نړۍ کې لږترلږه ۲۴ هېوادونو او سيمو د طبي موادو او وسايلو پر صادراتو بنديزونه او محدوديتونه لګولي. له هغه وروسته د دغو هېوادونو په ليکه کې اروپايي ټولنه، هند، سويس په ګډون يو شمېر هېوادونه او سيمې هم راغلي دي.

که څه هم دا معقوله ښکاري چې بېلابېلو هېوادونو طبي موادو ته د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه ياد بنديزونه لګولي، خو له دې سره به هغه هېوادونه ډېر وځپل شي چې توليدي توان يې کمزوری دی او زياتره طبي مواد له نورو څخه واردوي. د بېلګې په توګه سربيا پخوا د خولو او پوزو٪72 محافظتي مواد له اروپايي ټولنې څخه اخيستل، خو وروسته له هغه چې اروپايي ټولنې د طبي موادو پر صادراتو د بنديز لګولو اعلان وکړ، سربيا اړه شوه او له چين څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه.

چين د طبي موادو پر صادراتو بنديزونه نه دي لګولي او راتلونکي کې به يې هم ونه لګوي. که څه هم پر صادراتو د بنديزونو له لارې ځانونه ژغورل کېدای شي، خو په داسې حال کې چې کرونا له يو هېواد بل ته او له بله بل هېواد ته په چټکۍ خپريږي، نو د هر هېواد حالت پر نورو ډېرې اغېزې کولی شي، نو هغه هېوادونه چې د طبي موادو پر صادراتو يې بنديزونه لګولي، يوازې د لنډې مودې لپاره ځانونه ژغورلی شي او په اخر کې به نه يوازې نورو ته بلکې ځانونو ته هم په دې توګه زيانونه ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای