CRI Online

تبصره: شي چين پينګ له شن شي ولايت څخه کتنه وکړه او له وطنوالو څخه يې غوښتنه وکړه چې په يووالي سره ننګونې لرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-25 20:48:51

د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې د چين مشرتابه د هېواد صنايعو ته د ودې او د هېواد د لويديځې سيمې د اقتصادي او ټولنيزې ودې د هڅولو لپاره له شانګهای ښار څخه (جياو تونګ) پوهنتون د هېواد په منځنۍ سيمه کې د شن شي ولايت مرکز شي ان ښار ته انتقال کړ. په هغه وخت کې شنګهای ښار ډېر پرمختللی او شي أن ښار بې وزلی و. د ياد پوهنتون له انتقال سره د دغه پوهنتون څه باندې ۱۴۰۰ استاذان او نږدې ۳۰۰۰ محصلين هم له شنګهای څخه شي أن ته کډه شول. په تېرو شپېتو کلونو کې دغه پوهنتون له بېلابېلو ستونزو سره سره بيا هم د چين د پرمختګ او ابادۍ په برخه کې ډېر خدمتونه کړي او د فرانسې د پخواني صدراعظم رافارين لخوا ستايل شوی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پدې وروستيو ورځو کې په شن شي ولايت کې د ياد پوهنتون څخه د لېدنې پر مهال د دغه پوهنتون استاذان او محصلين وهڅول چې د پخوانيو استاذانو او محصلينو له هغې روحيې څخه زده کړه وکړي او د هېواد د ابادۍ او سمسورتيا لپاره هڅې وکړي.

ياده روحيه د وطن پرستۍ او د ستړيا نه احساسولو معنا لري او هغه په تېرو لسګونو کلونو کې د چين د لويو اقتصادي او ټولنيزو برياوو د موندلو مهم لامل بلل کيږي.

۲۰۲۰ کال د چين لپاره يو عادي کال نه دی. د ټاکلي پلان له مخې بايد په روان کال کې به په چين کې بې وزلي له منځه يووړل شي او د نسبتاً شتمنې ټولنې د بشپړولو موخه به پوره شي. خو د کوويډ ۱۹ لويه وبا د دغه هېواد اقتصادي او ټولنيزه وده له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.

په چين کې له ويروس سره د مبارزې په ميدان کې طبي کارکوونکي، له پوهنتونونو څخه تازه فارغان او عام خلک په يووالي سره د مبارزې د برياليتوب لپاره هڅې کوي. د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس دا ويلي چې د دغې مبارزې په لومړۍ کرښه کې چيني طبي کارکوونکي رښتيني اتلان دي، دوی خپل ژوند پرېښود او د ګردې نړۍ د ساتلو لپاره خدمت کوي.

د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې چينايانو يوځل بيا وطن پرستۍ ښودنه کړې ده او د دوی د ګډو هڅو له لارې په تېرو ۷۰ کلونو کې په دغه هېواد کې له ۸۰۰ ميليونو ډېر کسان له بې وزلۍ څخه وتلي چې دغه شمېر د لاتيني امريکا يا اروپا تر عمومي نفوس هم ډېر دی.

شي جين پينګ له شي ولايت څخه د لېدنې پر مهال په خپلو خبرو کې يو ځل بيا د جياو تونګ پوهنتون د پخوانيو استاذانو او محصلينو د روحيې يادونه وکړه، دا روحيه ډېره اهميت لري، ځکه په هغه سره به چينايان نه يوازې له کوويډ ۱۹ سره په مبارزه کې ، بلکې د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخې د پوره کولو په برخه کې هم بريا ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای