CRI Online

پر چين د بې دليله تور لګولو په اړه د امريکا جمهوريت غوښتونکو يو يادښت افشا شو

cri     (GMT+08:00) 2020-04-26 16:22:03

د Politico په نوم د امريکا د سياسي خبرونو يوې ويبپاڼې د اپريل په ۲۴مه نېټه د دغه هېواد د جمهوريت غوښتونکو د سناتورانو ملي کمېټې لخوا خپلو مختلفو انتخاباتي ډلو ته يو لېږل شوی يادښت افشا کړ. په دغه يادښت کې د جمهوريت غوښتونکو له نوماندانو څخه غوښتنه شوې چې په امريکا کې د کوويد ۱۹ د چټک خپرېدو په اړه پوښتنو ته په ځواب کې پر چين تورونه ولګوي.

دغه يادښت د برېټ او دونېل (Brett O' Donnell) په نوم د يو تجربه لرونکي جمهوريت غوښتونکي تر مشرۍ لاندې د يو سياسي مشورتي شرکت لخوا ليکل شوی دی. برېټ او دونېل د امريکا د خارجه وزير مايک پمپيو او د ارکنساس ايالت يو سناتور سلاکار دی. په دغه يادښت کې چې د ۲۰۲۰ کال د اپريل په ۱۷مه نېټه لېږل شوی او ۵۷ پاڼې لري، پر چين د تور لګولو ۳ پلانونه ليکل شوي دي. لومړی، د جمهوريت غوښتونکو نوماندان دې د کوويد ۱۹ د خپرېدو په اړه د رښتينو شمېرو او حالت د پټولو له امله پر چين نيوکې وکړي. دوهم، د ديموکراسي غوښتونکو غندنې دې وکړي چې د چين په اړه يې خپل دريځ نرم کړی. درېيم، پر دې بايد ټينګار وکړي چې جمهوريت غوښتونکي به د کوويد ۱۹ د خپرېدو په پلمه پر چين د بنديز لګولو مشخص پلان جوړ کړي.

يادې ويبپاڼې خبر ورکړ، جمهوريت غوښتونکي پلان لري چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کې د يوې مرکزې موضوع په توګه د چين مسئلې ته پام وکړي.

دا د بې دليله تور لګولو له لارې د کوويد ۱۹ د مخنيوي په اړه د جمهوريت غوښتونکو تر مشرۍ لاندې د امريکايي حکومت پړې پر چين باندې د اچولو ډېر ښه شواهد دي. د امريکا ځينو سرسختو جمهوريت غوښتونکو د امريکا او چين ترمنځ اړيکو ته په نه پاملرنې سره دغسې يو چلند تر سره کړی دی. د دونالد ترمپ تر مشرۍ لاندې د امريکا حکومت خامخا دې په خپل هېواد کې د کوويد ۱۹ د چټک او پراخ خپرېدو په اړه دندې او پړې پر غاړه واخلي. خو دوی په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د بيا برياليتوب لېوالتيا لري، نو مجبوراً پر خپل ځان ټول شکايتونه او غندنې پر چين باندې واچوي. دوی غواړي چې له دې له لارې پر خپل اوږه باندې مسؤليت او پړه کمه کړي او په دې اړه د عامو امريکايانو پام د چين لوري ته وګرځوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای