د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۵ مه نېټه د خپل ورځني راپور له مخې، تر اوسه پورې هېڅ داسې شواهد نشته چې له کوويد-۱۹ څخه جوړ شوي ناروغان پر دغه ويروس باندې له بيا اخته کېدنې څخه به خوندي وي.
د انسانانو بدن مقاومتي توان پيدا کېدل د اوږدې مودې يو بهير دی چې شاوخوا له يوې اوونۍ څخه تر دوو اوونيو پورې وخت ته اړتيا لري.
دغه سازمان ويلي چې د روانې مياشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې هېڅ داسې څېړنه نشته چې وښيي د انسانانو په بدن کې د کوويد-۱۹ پر وړاندې دفاعي ځواک به انسانانو ته د دې ويروس په وړاندې مقاومتي توان ورکوي که نه. سر بېره پر دې، د کوويد-۱۹ ويروس پر وړاندې مقاومتي ځواک په اړه ازموينه دې يو ځل بيا هم تر سره شي تر څو د ازموينې دقت او باورتيا تائيد او معلومه شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |