CRI Online

د کوويډـ۱۹ ويروس ساري ناروغۍ ضد مبارزه کې د چين تجربې: د خلکو لپاره او د خلکو په اتکا

cri     (GMT+08:00) 2020-04-26 20:28:57

د کوويډـ۱۹ ويروس ساري ناروغۍ ضد مبارزه کې د چين تجربې: د خلکو لپاره او د خلکو په اتکا

د اپريل په شپږويشتمه نېټه د وو هان ښار په ټولو روغتونونو کې د کوويد -۱۹پيښې ختمې شوې. د چين د هو بۍ ولايت په وو هان ښار کې د کوويد -۱۹ ويروس ساري ناروغۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې تر لاسه شوي برياليتوبونه پړاويز اهميت لري. له دې څخه څرګنديږي چې د چين خلکو له نه ستومانه کيدونکو کوښښونو وروسته د خلکو د يووالي په اتکا د دغې ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې بری موندلی دی. دغه برياليتوب اسانه نه دی تر لاسه شوی او نړيوالو ته هم په دې اړه ډېرې پوښتنې راپورته شوي، چې چين څنګه په داسې لنډ او تنګ وخت کې په بريالۍ او اغيزمنه توګه د عامې روغتيا ناڅاپي پيښه داسې ژر حل کړه، چې د خپرېدو سرعت يې چټک او کنټرول او مخنيوی یې ستونزمن دي. په حقيقت کې ددې پوښتنې ځواب اسانه دی او دا د مخنيوي کارونه ټول د خلکو لپاره او د خلکو په اتکا ترسره شوي دي.

په نړۍ کې کمو سياسي ګوندونو به د چين د کمونېست ګوند په شان داسې کړنې ترسره کړې وي، چې په خپلو اصولو کې يې د خلکو نظریې ځای کړې وي. د کوويډ -۱۹ ويروس ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل پر دې ټينګار کړی، چې مونږ د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکوو. د دې نظريې تر لارښوونې لاندې د چين حکومت د ناروغانو د درملنې او د ويروس د وقايې او مخنيوي لپاره سمدستي د بېلو بېلو کچو کارونه پيل کړل.

په وو هان ښار کې د ساري ناروغۍ حالت تر ټولو سخت و او د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ساري ناروغۍ د کنټرول په اړه سمې ستراتيژيکې ټاکنې تر سره کړې چې په وو هان ښار کې تر ډېره بريالۍ وي.

هو بۍ ولايت به بريالی وي، که هو بۍ ولايت بريالی وي، نو ټول هېواد به بريالی وي. رئيس شي جين پينګ په خپله په وو هان ښار کې د يادې ساري ناروغۍ د لومړۍ کرښې په ځای کې لارښوونه وکړه. چين د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره په سيستماتيکه او بشپړه توګه زړور، ځيرک او فعال تدبيرونه نيولي دي.

د جنورۍ په درويشتمه نېټه ووهان ښار، چې څه دپاسه يوولس مليونه نفوس لري، قرنطين شو او د يادې ساري ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي کې يې کليدي رول لوبولی دی.

د چين دولت شاو خوا لسو ورځو کې په دغه ښار کې دوه ځانګړي مجهز روغتونونه او يو لوی لنډ مهاله روغتون جوړ کړل او پر يادې ناروغۍ اخته کسان پکې تداوي کېدل. د ټول چين څه د پاسه څلويښت زرو طبي کارکوونکو خپل ژوند خطر ته ورکړ، خو په هو بۍ ولايت کې يې د کوويډـ۱۹ساري ناروغۍ په لومړۍ کرښې کې يې سترکارونه تر سره کړل.

په ورته وخت کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې هم زيات جدي تدبيرونه ونيول شول، ناروغان تشخیص او ناروغانو سره نږدې پاتې شوي کسان پیدا شول، خلک په کورونو کې پاتې شول او ټولو په ګډه د ويروس د خپرېدو مخه ونيوله.

د اپريل په ۲۴مه نېټه په وو هان ښار کې پر دغې ناروغۍ د اخته سختو ناروغانو شمېر صفر ته راښکته شو. د پاملرنی وړ خبره دا ده چې په وو هان ښار کې په څه دپاسه ۲۵۰۰ هغو ناروغانو کې چې عمرونه يې له اتيا کالونو څخه پورته دي، په سلو کې اويا کسان تر درملنې وروسته بيا جوړ شوي او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي چې تر ټولو د لوړ عمر لرونکی کس پکې يو سل اته کلن دی. په چين کې هر څوک ماشومان، ځوانان او مشران، شتمن او غريب ټول تر درملنې لاندې وو.

د ژوند ژغورنه په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په ترڅ کې تر ټولو مهم ټکی دی.

د ساري ناروغۍ مخنيوی او هم د خلکو ژوند تاُمينول ډېر مهم دي. د خلکو د ژوند لپاره د موادو او توکو برابرول، د توکو د بيو ثابتوالی، له بې وزلو کسانو سره د مرستې او د ساري ناروغۍ د کنټرول او په ورته وخت کې د کارونو او توليد د بيا تر سره کېدو په شمول ټول کارونه د چين د دولت رئيس او د کمونېست ګوند تر پاملرنې لاندې تر سره شوي دي.

نو په داسې حال کې چې د چين کمونېست ګوند د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړی او ورکوي يې، نو ټولو چينايانو له ياد ويروس سره په مقابله کې په فعاله توګه خپل اغيزمن رول لوبولی دی. له پيل څخه د چين دولت رئيس وايي، چې له ويروس سره مبارزه د ټولو خلکو د کوښښونو نتيجه ده او خلک رښتيني اتلان دي. د شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې يو ميليارډ څلور سوو مليونو چينايانو د کوويډـ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول يوه بشپړه شبکه جوړه کړې ده

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای