CRI Online

امريکايي سياستوال پيتير ناوارو د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول دندې پريښودلو لپاره څلور بې بنسټه او له درواغو ډکې خبرې کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-26 21:42:50

د امريکا د سوداګرۍ او توليدي چارو تګلارو طرحه کولو دفتر منشي پيتير ناوارو په دې وروستيو ورځو کې د ساري ناروغۍ په پلمه يو شمېر بې اساسه او له فريب ډکې خبرې کړې دي، هغه چې هدف يې یوازې پر چين تورونو لګول دي. لومړی هغه د کوويد-۱۹ ويروس سرچينې په هکله دغه درواغ ويلي چې ويروس د لابراتور څخه خپور شوی. د ويروس سرچينې مسئله يوه علمي ساينسي مسئله ده کومې چې په دې برخه کې د ساينسپوهانو نظريې اساس او اهميت لري.

چين په لومړي سر کې د کووید- ۱۹ساري ناروغۍ په اړه د روغتيا نړيوال سازمان ته د رامنځته کېدونکي احتمالي خطرونو په اړه معلومات ورکړي دي، دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چې د ويروس لومړۍ سرچينه د هوبۍ ولايت د وو هان ښار دی که نه. دا هم د پاملرنې او يادونې وړ ده چې د امريکا د کلېفورنيا ايالت د سانتا کلارا ولسوالۍ د عامې روغتيا د دولتي څانګې د تازه راپور له مخې چې د فبرورۍ په شپږمه نېټه داسې پېښېاو مړينې ثبت کړې دي ښايي د کوويد-۱۹ له امله وي او همدارنګه په عين وخت کې هلته د ساري ناروغۍ سيمو ته خلک له سفر کولو منعه کړای شوي دي. له دې څخه څرګنديږي چې دغه ويروس لږ تر لږه د جنورۍ په مياشت کې په دغه سيمه کې شتون درلودلی او د خپرېدو په حال کې و، حتې تر دې لا مخکې هم بلل کيږي.

دويم، ناوراو وويل چين د دغه ويروس په هکله مالومات د روغتيا نړيوال سازمان تر حمايت لاندې پټ کړي. کومه چې دا خبره بيخي د خندا وړ او له حقيقت سره هېڅ سمون نه لري او يوازې د پروباګند او د بد نيت په موخه کيږي. په واقعي توګه چين د جنورۍ له درېيمې نيټې څخه په ټاکلي وخت کې د روغتيا نړيوال سازمان او د امريکا په شمول اړوندو هېوادونو او سازمانونو ته پر وخت مالومات ورکړي دي. خو د امريکا حکومت د چين مالوماتو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او په دې توګه يې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول ارزښتناک فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

درييم، ناوراو سل کاله مخکې د نژادي تبعيض ژيړ رنګه خلکو په خلاف او ددوی له خوا د ويروس خپرېدو په اړه څرګندونې هم کړې دي ويلي يې دي چينايان د ويروس خپروونکي دي. دغه تشې خبرې نور هيڅ نه لري او يوازې له نژادي تبعيض او نژاد پرستۍ سره تړلې دي او له دې لارې غواړي په لوی لاس د نورو غبرګون را وپاروي او د خپګان او غوسې سبب شي.

څلورم، نوموړي ويلي چين د دغه ويروس د مخنيوي توکو د احتکار او زيرمه کولو له لارې د ګټو تر لاسه کولو هڅې کړې دي. خو حقيقت دا دی په دې حساس وخت کې چين د خپلو بې شمېره بشري مرستو او تجارتي همکاريو له لارې له زياتو هېوادونو سره د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول توکو، موادو او سامان الاتو مرستې ترسره کړې دي او لا يې د مرستو لېږلو لړۍ دوام لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای