د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قرغېزستان مرستيالې صدراعظمې توليکان اسمېلوا د اپريل په ۲۶مه نېټه وويل، چې په دغه هېواد کې د چين طبي ډلې جدي کاري رويه او له غښتلو مسلکي مهارتونو څخه څرګنديږي چې د کوويډ- ۱۹ له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.
د قرغېزستان د روغتيا وزارت په همدې ورځ له دغه هېواد سره د چين د مرستندويه طبي ډلې د کارونو د بيا کتنې غونډه تر سره کړه. اسمېلوا د قرغېزستان حکومت په استازيتوب له دغې ډلې څخه مننه وکړه او و يې ويل چې چيني کارپوهانو په دغه هېواد کې له طبي ارګانونو څخه د ليدنو او انټرنيټي غونډو په شمول له بېلا بېلو لارو چارو د دغه هېواد له کارپوهانو سره تګ راتګ کړی او مهم خدمتونه يې کړي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |