CRI Online

د امريکا جمهوريت غوښتونکي ګوند ياددښت خندونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-27 16:14:05

"د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديدان د کوويد ۱۹ ويروس په اړه پوښتنو ته په ځوابونو کې پر چين تور لګوي". په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د سياست او مصبوعاتو ويبپاڼې (پليتيکو )کې د ټاکنو ارګان ته د دې هېواد د جمهوريت غوښتونکي ګوند د مشرانو جرګې د دولتي کميټې له خوا وړاندې شوی يادښت خپور شو. خو دغه يادښت خندونکی دی چې اووه پنځوس پاڼې لري او پکې ليکل شوي چې د دې ګوند کانديدان څنګه د کوويد ۱۹ ويروس په اړه د رايې ورکوونکو پوښتنو ته په ځوابونو کې پر چين باندې تور ولګوري.رښتيا ده چې د امريکا حکومت له دې ويروس سره په مبارزه کې ناکام شو چې له امله يې د دې هېواد په دننه کې د خلکو خپګان رامنځته شوی دی، نو د دې يادښت د ليکلو لپاره يې ډېرې هڅې وکړې. ځينو انټرنېټ کارونکو د دې يادښت تر کتلو وروسته داسې وويل چې که د امريکا حکومت له دې ويروس سره د مبارزې لپاره ډېرې هڅې کړې وای، نو په دې هېواد کې به د کوويد ۱۹ ويروس د خپرېدو له امله وضعيت دومره نه و خراب شوای.د امريکا د حکومت له کړنو څخه هغه حقيقت ښکاري چې د دوی د سياستوالو په اند سياسي ګټې د خلکو د خونديتوب او روغتيا په پرتله مهمې دي.

له ياد ويروس سره د چين مبارزه څنګه ده؟ ډېرو چيني او بهرنيو طبي کارپوهانو د چين اقدامات عادلانه وبلل.که څه هم د امريکا ځينو سياستوالو لاهم څو څو ځله پر چين باندې تورونه لګولي، خو دوی بايد هغه پړه واخلي چې له دې ويروس سره په مبارزه کې يې قوی او جدي تدبيرونه نه دي نيولي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای