د کوويډ ۱۹ وبا د م م د سرمنشي انټونيو کوټرس لخوا له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی نړيوال بحران وبلل شو. چين په خپل هېواد کې د دغې وبا په مخنيوي کې تر نورو وړاندې پرمختګونه ترلاسه کړي. ډېرو کارپوهانو او تحليلوونکو په ګوته کړې چې د چين د کمونېست ګوند ښه لارښوونه په دغه هېواد کې د کرونا وبا د کنترولېدو تر ټولو مهم لامل دی.
چين کې د کوويډ ۱۹ پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د دغه هېواد رئيس شي جين بينګ د سيمه ييزو حالاتو د معلومولو لپاره بېجينګ، وو هان، جه جيانګ او شان شي ته لاړ او د اړوندو کارونو سپارښتنې يې کړې دي. د چين کمونېست ګوند او حکومت په خپلو کړنو سره ثابته کړې چې دوی د چينايانو د ګټو ټينګ ساتونکي دي.
د کرونا وبا د ناڅاپي رامنځته کېدو پر وړاندې ټول چينايان يو موټی دي او په ګډې همکارۍ سره يې د طبي کارکوونکو، روغتونونو کې د بسترونو او د طبي موادو او وسايلو د کمښت په ګډون ډول ډول ستونزې هوارې کړې چې پدې سره د ويروس د خپرېدو مخه نيول شوې ده.
البته له روان بحران سره د مقابلې په برخه کې هم لويديځ هېوادونه او هم پرمختيايي هېوادونهخپلې نيمګرتياوې لري. د چين مشرتابه پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد خپلو کارونو ته بيا کتنه وکړو، غوره والی به مو پياوړی کړو او نيمګرتياوې به مو اصلاح کړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |