CRI Online

مايک پومپيو د سياسي ويروس په خپرولو سره د انسانانو ګډ دښمن ګرځېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-27 20:22:53

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا (Politico) ويبپاڼې د دې هېواد د بهرنيو چارو پر اوسني وزير په نيوکې سره ويلي چې : مايک پومپيو د يوه مشرۍ وړتيا نه لري بلکې د کوويد ۱۹ ويروس د خپرېدو له حالت څخه په استفادې سره غواړي خپلو سيالانو ته ضربه ور کړې او په دې کار سره يې له دې ويروس سره د مقابلې لپاره نړيوالې همکارۍ ته زيانونه رسولي دي.خو اوس همکارۍ د نړۍ لپاره بېړنۍ دنده ده.

د امريکا په دننه کې د همدغو انتقادونو چپه رامنځته شوه د بېلګې په توګه واشينګټن پوست په دې وروستيو ورځو کې ليکلي چې مايک پومپيو د امريکا په تاريخ کې د بهرنيو چارو تر ټولو بد وزير دی. د دې هېواد د بروکينګس د علمي ټولنې کارپوه توم وايټ وويل چې د پومپيو له خوا تر سره شوي کارونه د کوويد ‍۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره هېڅ ګټه نه لري.

وايټ دې ته په اشارې سره وويل چې د ياد ويروس له خپرېدو راهيسې مايک پومپيو د يوه لوړ پوړي ديپلومات په توګه له دې ويروس سره په مبارزه کې هېڅ ګټور کار نه دی تر سره کړی ،برعکس يې پر چين باندې تورونه لګول خپله ورځنۍ دنده ټاکلې. پومپيو هم وويل چې امريکا ښايې د روغتيا له نړيوال سازمان سره مرستې ونه کړي.

دا څرګنده ده چې د پومپيو په اند د دغه ويروس خپرېدل يو خواشينونکی کار نه دی.هغه د امريکايانو خونديتوب او روغتيا ته هېڅ پاملرنه نه کوي بلکې خپلې سياسي ګټې لټوي او د همدې لپاره يې د چين د بادنامولو لپاره خپلې هڅې ډېر کړې او أن له نورمال حالت څخه وتلی دی.هغه د امريکا د يوه عالي رتبه ديپلومات په توګه د اوسني بحران پر وړاندې هېڅ د مسئوليت احساس نه کوي خو په پر له پسې توګه يې سياسي ويروس خپور کړی او پر نورو هېوادونو باندې يې تورونه لګولي او د عامه روغتيا په چارو کې يې د نړيوالې همکارۍ مخنيوی کړی دی.او د ده له کړنو څخه څرګنديږي چې دی له ويروس څخه د ځان په ګټه استفاده کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای