CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ مستقيمې الوتنې د کوويد -۱۹ ويروس پر ضد ګډه مبارزه کې مهم رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-28 10:45:24

ـد اورموچي په نړيوال هوايي ميدان کې د چين لخوا له افغانستان سره مرستندويه طبي مواد ( عکس د چين له سفارت څخه په مننې)

 د چين لخوا له افغانستان سره د مرستندويه طبي موادو دوهمه جوپه د اپريل په ۲۳مه نېټه کابل ته ورسېده (عکس د چين له سفارت څخه په مننې)

ليکواله: غوټۍ

د اپريل په ۲۳مه نېټه د چين د حکومت لخوا له افغانستان سره د مرستندويه طبي موادو دوهمه جوپه هم کابل ته ورسېده. په دغه جوپه کې د کيټونو، N95 طبي ماسکونو، عادي طبي ماسکونو، وقايوي جامو، طبي عينکونو او تبه معلوموونکو ماشينونو په شمول کابو ۷.۲ ټنه طبي مواد شامل وو. مخکې تر دې، د اپريل په دوهمه نېټه د چين د حکومت لخوا له افغانستان سره د مرستندويه طبي موادو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې وه چې پکې کابو ۴.۵ ټنه طبي موادو شتون درلود. د لومړۍ جوپې ځېنې مواد هرات ولايت ته انتقال شوي او له کوويد ـ۱۹ ويروس پرضد د مبارزې په لومړي سنګر کې يې ښه رول لوبولی دی. داسې ټول مرستندويه طبي مواد د چين د شينجيانګ د اورموچي او کابل ترمنځ د مستقيمې الوتنې له لارې په لنډه موده کې افغانستان ته انتقال شوي دي او د افغانستان د روانو بيړنيو ستونزو د ليرې کولو لپاره يې اغېزمن خدمتونه کړي دي.

اوس دغه وبا د نړۍ په زياتو هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې ده، دا نه يوازې د خلکو د ژوند او سر امنيت ته ګواښ لري، بلکې نړيوال اقتصاد ته زيان رسوي. څنګه د دغې وبا د وقايې او کنترول تر څنګ د اقتصاد پرمختګ پياوړی کړي؟ دا د بېلا بېلو هېوادونو او تصديو پرمخ ګډه ننګونه ده. په دې حال کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د نړيوال ټرانسپورټ او انلاين سوداګريو په اړه تصديو او شرکتونو د يادو ستونزو د ليرې کولو لپاره زياتې هڅې کړې دي او کوي يې.

په تېرو څو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له مخې د چين او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ اړيکې سمسورې شوې او په دې مناسبت د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو چارو هم چټک پرمختګونه موندلي دي. د ۲۰۱۶م کال له مارچ څخه د افغانستان او اورموچي ترمنځ د مستقيمو الوتنو اجازه، د الوتنې کرښې او د پرواز وخت د غوښتنليک په چمتوالي پيل وشو. د ۲۰۱۶م کال د جولای په ۱۳مه نېټه د الوتنې دغه کرښه د لومړي ځل لپاره فعاليت پيل شو. تر اوسه پورې، د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر ملاتړ لاندې د کابو ۱۶۰ الوتنې شوې او کابو د ۲۱۰۰۰ مسافرينو تګ راتګ تر سره شوی دی. همدارنګه، د ۲۰۱۶م کال په اګست کې د چين د جيانګ سو ولايت له نان تونګ ښار څخه د افغانستان حيرتان ته د اورګاډيو له لارې بار وړونکې پټلۍ پرانيستل شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو وخت درې په څلورمه کم شوی. د تېر کال په سپتمبر کې د افغانستان له حيرتان څخه د چين د جيانګ شي ولايت اينګ تان ښار ته د بار وړونکو اورګاډيو پټلۍ په رسمي توګه پرانيستل شوه چې په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابره شوې ده. چين په تېرو څو پر له پسې کلونو کې د افغانستان درېيم لوی سوداګريز ملګری ګرځېدلی. څرنګه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې ترانسپورټي چارې پياوړې شوې، نو د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ښه زمينه لري.

بر سېره پردې، د چين اړوندې تصدۍ او شرکتونه هم په ټوله نړۍ کې د اقتصاد د بيا اعاده کېدو او د دغې وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره هڅې کوي. څو ورځې مخکې، د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکي اورګاډي په عادي توګه تګ راتګ کړی. د اپريل په ۱۴مه نېته د دغې وبا له رامنځته کېدو وروسته د چين له وو هان ښار څخه د بار وړونکي لومړی اورګاډی د طبي موادو په وړلو سره د جرمني دويسبورګ ته ورسېد چې له دغې وبا سره د مقابلې لپاره مهم رول لوبولی دی. په عين وخت کې، د دغې وبا تر اغيزې لاندې د جنوب ختيځې اسيا په زياترو سيمو کې الوتنې بندې شوې دي چې پر نړيوال بار وړونکي ټرانسپورټ باندې يې ستره اغيزه کړې ده. د علي بابا په نوم د چين اليکترونيک شرکت تر مشرۍ لاندې Lazada شرکت له اړوندو بار وړونکو شرکتونو سره اړوند توليدات او طبي مواد له جنوب ختيځې اسيا څخه کابو سلو هېوادونو ته انتقال کړي دي. د تايلند خبري رسنيو په دې اړه خبر ورکړ چې چين د AI او انلاين سوداګريو په شمول د عصري ساينس او تخنيک له لارې د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې او د اقتصاد د بيااعاده کېدو په برخو کې له بېلا بېلو هېوادونو سره مرستې کړې دي او کوي يې او ګټورې تجربې يې هم ورسره شريکې کړې دي.

د کوويد- ۱۹ ويروس د ټولې نړۍ پر وړاندې ګډ دښمن دی، نو بېلا بېل هېوادونه، هره ساحه او ټول بشريت يوازې تر ګډو کوښښونو لاندې د انسانانو ژوند خوندي کولی شي او په دې توګه د اقتصاد د کمزورتيا ستونزې ليرې او حل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای