CRI Online

ولې د روغتيا نړيوال سازمان په اړه د ټرمپ ويناوې سمې نه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-28 15:17:06

د لنسټ په نوم د مشهورې طبي نړيوالې مجلې عمومي ايديټر ريچارډ هورټن د اپريل په ۲۵مه نېټه په دې مجله کې يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و: ولی د روغتيا نړيوال سازمان په اړه د ولسمشر ټرمپ ويناوې سمې نه دي.

په دې مقاله کې ليکل شوي، چين د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه په لومړي ځل د روغتيا نړيوال سازمان ته په وو هان ښار کې د سږو د ناپېژاندې ناروغۍ په اړه مالومات وړاندې کړل، ۴ ورځې وروسته دغه سازمان نړۍ ته د دې ناروغۍ حالات بيان کړ او ۳۰ ورځې وروسته يې دغه ناروغي د عامې روغتيا ضد ناڅاپې پېښه اعلان کړه. نو پر دې سازمان د ټرمپ نيوکه بې بنسټه ده.

د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه ډونالډ ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه کې وليکل چې(( د امريکا د ناروغۍ وقايې او کنټرول مرکز او د روغتيا نړيوال سازمان د خپلو کارونو ترسره کولو لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. د دوی کارونه له ځيراکتيا او هوښيارۍ څخه ډک دي. )) نو اوس پر دغه سازمان د ده نيوکې له پخوانې ستاينې سره ضد دي.

په دې مقاله کې دې ته اشاره شوی چې ټرمپ د عامې روغتيا ضد د بېړنۍ پېښې په موده کې د روغتيا پر نړيوال سازمان بې دليدل تورونه لګولي او له دې سازمان سره يې مالي مرستې وځنډولې، د ده دغو کړنو د ځان او امريکايي حکومت اعتماد ته زيانونه رسولي دي. هغه بايد سمدلاسه له دې سازمان سره مالي مرستې بياعادي کړي او له دې سازمان څخه دې بې شرطه ملاتړ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای