CRI Online

د چين خارجه وزير وانګ يي او د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد خنيف اتمرسره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-28 16:28:17

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۲۷ مه نېټه د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير محمد خنيف اتمر سره تليفوني خبرې وکړې.ښاغلي محمد خنيف اتمر په خپلو خبرو کې وويل، هېواد يې د کوويډ ۱۹ له وبا سره د مبارزې په برخه کې د چين پرمختګ ستايي او ورڅخه مننه کوي چې افغانستان سره يې ګڼ شمېر طبي مواد مرسته کړې او خپلې تجربې يې ورسره شريکې کړې دي. افغانستان به په ټول توان په دغه هېواد کې چيني اتباع وساتي. افغانستان د يو کمربند او يوې لارې وړانديز هرکلی کړی او د دې وړانديز عملي کېدل د دواړو هېوادونو او سيمې په ګټه دی. افغانستان به له چين سره په ګډې همکارۍ يو کمربند او يوه لار اباده کړي او خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته لاوده ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې افغان حکومت د دغه هېواد د سولې او روغې جوړې بهير د پرمخبيولو په هڅه کې دی او په هېواد کې يې د بشپړ اوربند د رامنځته کولو او د بين الافغاني مذاکراتو د پيلولو طرحه جوړه کړې ده. افغانستان په دې برخه کې د چين رغنده رول ستايي او هيله لري چې چين او د سيمې نور هېوادونه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رامنځته کېدو په برخه کې رول ولوبوي. افغانستان به له چين او پاکستان سره د خپلمنځي درې اړخيزې همکارۍ پرمخ يوسي او هيله ده چې چين په مداومه توګه د پاکستان او افغانستان د اړيکو په ښه والي کې مرسته وکړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين او افغانستان تل يو بل درک کړي، يو پر بل باور لري او يو له بل څخه ملاتړ کوي. چين د افغانستان د ګاونډی او ستراتېژيک ملګری دی او د اړتيا په وخت کې به د افغانستان مرستې ته ورودانګي. چين افغانستان ته يوه اندازه طبي مواد ورکړي او په راتلونکي کې به د افغانستان له اړتياوو سره سم ترخپلې وسې پورې لازياتې مرستې برابرې کړي. چين به په خپل هېواد کې افغان اتباع ښه وساتي او باور لري چې افغان حکومت به هم په خپل هېواد کې د چيني وګړو امنيت او روغتيا ته پاملرنه وکړي. سږکال د چين او افغانستان د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۶۵ مه کاليزه ده. چين به له افغانستان سره د يو کمربند او يوې لارې ابادولو ته دوام ورکړي،خپلمنځي همکارۍ به لاپياوړې کړي او د خلکو د سوکالۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.

وانګ يي زياته کړه چې چين د افغانستان د سولې او روغې جوړې په اړه د افغان حکومت له وړانديز څخه ملاتړ کوي، هيله ده چې بېلابېلې خواوې پر راتلونکي باور او صبر ولري او د خپلمنځي سياسي هوکړې د رامنځته کولو لپاره کوښښ وکړي. د افغانستان راتلونکی سياسي نظام دې د ټولو لوريو استازيتوب وکړي، له ترهګرۍ سره دې پر مبارزې ټينګار وشي او له بهرنيو هېوادونو سره دې د دوستۍ پر اساس پاليسۍ غوره شي. چين د افغانستان د ګاونډي او ملګري په توګه تل د افغانانو د هغې کړنې درناوی کوي چې پخپله خوښه پرمختيايي لاره وټاکي. چين به د افغانستان د سولې او روغې جوړې په بهير کې د يو ټينګ ملاتړ کوونکي، منځګړي او زمينه برابروونکي په توګه رول ولوبوي.

وانګ يي وويل، چين تر هر چا ډېره هيله لري چې افغانستان او پاکستان سوله ييزې اړيکې ولري. هرڅه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل اعتماد او اړيکو په ګټه وي، چين به هغه ترسره کړي.چين به په مناسب وخت کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ديالوګ کوربه توب وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ به د همکاريو د تقويې لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای