CRI Online

يووالی او همکارۍ د کوويد-۱۹ پر وړاندې تر ټولو قوي وسله ده

cri     (GMT+08:00) 2020-04-28 17:25:37

چينايانو د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د ۲۰۲۰ کال په پيل کې د کوويد-۱۹ پر وړاندې مبارزه کې بريالتوب تر لاسه کړ.

د کوويد-۱۹ د خپرېدو راهيسې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له مشرانو سره د تليفوني خبرو په ترڅ کې تل په دې ټينګار کړی چې انسانان ګډ برخليک ټولنه لري، يووالی او همکارۍ د کوويد-۱۹ پر وړاندې تر ټولو قوي وسله ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۶ مه نېټه د کوويد-۱۹ پر وړاندې مبارزې په موخه د شلو هېوادونو ډلې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې غوښتنه وکړه چې نړيواله ټولنه اوسمهال ټينګ باور، يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري. هغه ۴ فقره ييز وړانديز هم وکړ چې د کوويد-۱۹ د وقايې او کنترول لپاره نړيوالې هلې ځلې، د اغېزمنو اړوندو نړيوالو همکاريو تر سره کول، له نړيوالو سازمانونو ملاتړ او د نړيوالو عمومي اقتصادي تګلارو د همغږۍ پياوړتيا پکې شامل دي. د نوموړي وړانديزونه د کوويد-۱۹ پر وړاندې نړيوالې مبارزې لپاره لارښوونه ده او ور ته يې ټينګ باور او خوځنده ځواک ور کړی.

د کوويد-۱۹ له رامنځته کېدو راهيسې، چين تل په خلاصه، شفافه او مسئولانه توګه پر وخت د روغتيا له نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې سره د دغه ويروس په اړه اړوند معلومات شريک کړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره يې پراخې همکارۍ کړې دي. د مارچ په ۳۰ مه نېټه چې کوويد-۱۹ د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو او سيمو کې خپور شوی و او نړيواله عامه روغتيا او امنيت د تاريخ په اوږدو کې له تر ټولو لوی چلنج سره مخ و. چين په خپل هېواد کې د يادې ناروغۍ د کنټرول او مخنيوي دنده په ښه توګه تر سره کړه او د خپلې وړتيا له مخې يې نړيوالې ټولنې ته ملاتړ او مرستې هم برابرې کړې.

له نړيوالې ټولنې سره د چين د مرستې يو لامل دا دی چې نړيوالې ټولنې د اړتيا په وخت کې له چين سره مرستې کړې او بل دا چې چين غواړي د شي جين پينګ هغه نظريه عملي کړي چې وايي انسانان د ګډ برخليک ټولنه لري.

ويروس هېڅ پوله او قوم نه پېژني. انسانان په يووالي، همکارۍ او يو د بل د مرستې له لارې پر دغه چلنج غلبه او برۍ موندلای او پرمختګ کولای شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای