CRI Online

تبصره : د مايک پوپيو ۴ لويې تېروتنې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-28 22:44:06

د امريکا اوسنی خارجه وزير مايک پوپيو د دغه هېواد په تاريخ کې تر ټولو بې مسئولانه خارجه وزير بلل کيږي.

لومړی، هغه د روغتيا له نړيوال سازمان سره د امريکا د مالي مرستې د بندولو هڅه کړې وه او په دې سره يې له کوويډ ۱۹ سره نړيواله مبارزه او د نړۍ ډېر بېوزلي هېوادونه له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

دوهم، دا چې په امريکا کې د کوويډ ۱۹ د مخنيوي او وقايې کارونه کمزوری دي، مايک پومپيو هڅه کوي چې خپل مسئوليت پر چين واچوي.

درېيم ، د مايک پومپيو په لارښوونې سره امريکايي حکومت پر ايران او کيوبا باندې لازياتې بنديزونه لګولي دي چې په دغو هېوادونو کې د بشري ناورين د پراخېدو سبب شوی دی.

څلورم، مايک پومپيو خپلې سياسي ګټې د خپل هېواد د خلکو تر ژوند لوړې ګڼي.

واشينګټن پوسټ ورځپاڼې پر مايک پومپيو نيوکه کړې چې هغه په خپل هېواد کې د کرونا له وبا سره په مبارزه کې هيڅ کار نه دی کړی او هغه د دغه هېواد په تاريخ کې تر ټولو بد خارجه وزير دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای