CRI Online

د ووهان طبي کارکوونکو په فعاله توګه له نړيوالې ټولنې سره تجربې شريکې کړې او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-29 14:21:03

د چين په تيره بيا د دغه هېواد د ووهان ښار طبي کارکوونکو په دې وروستيو کې د ويډيويي غونډو او د تخنيکونو سندونو د ليږلو په شمول په زياتو لارو چارو له نړيوالې ټولنې سره د کوويډ – ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ پر ضد د مبارزې په اړه خپلې تجربې شريکې کړي او له دې لارې يې له لا زياتو هېوادونو او سيمو سره مرستې کړې دي.

د ووهان پوهنتون د ( جونګ نان ) روغتون د سختو ناروغيو څانګې مدير پنګ جه يونګ د بېړنيو او سختو ناروغيو د تداوۍ او علمي څېړنو په اړه په امريکا کې د سيستماتيکې طبي روزنې منلي او د بې حسه کولو او سختو ناروغيو په اړه د امريکا مسلکي طبي جوازليک لري. د کوويډ – ۱۹ ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته نړيواله ټولنه هيله لري چې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول او د ناروغانو د درملنې معلومات تر لاسه کړي، ښاغلي پنګ جه يونګ په ډول ډول لارو د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول د تجربو شريکولو په فعاليتونو کې ګډون کړی چې په زياتو فعاليتونو کې يې د امريکا له طبي کارکوونکو سره معلومات شريک کړي دي. پنګ جه يونګ وويل

(( د پيل په موده کې د بحثونو عمده مسئلې دا وې چې دغه ناروغي کومې کچې ته رسېدلې؟ د درملنې لارې چارې يې څه دي؟ دغه ناروغي کومې ځانګړتياوې لري؟ ورپسې دوی هم د کارونو د بيا پيل، د تعقيم او پر دغې ناروغۍ د ممکن اخته کېدونکو کسانو پوښتنې وکړې. ))

پنګ جه يونګ وويل، چې په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له امله د امريکا، اروپا او اسيا طبي کارکوونکو ورڅخه د تجربو د اخيستلو هيله لري، حتی داسې حالت رامنځته شوی چې نوموړي په يوه ورځ کې په ۲ اړوندو فعاليتونو کې ګډون کړی دی. هغه وويل

(( تقريباً د امريکا د ټولو لويو روغتونونو طبي کارکوونکو له ما سره اړيکې نيولې دي. په اروپا کې د تجربو شريکولو لسګونه فعاليتونه تر سره شوي دي. ))

د ووهان پوهنتون د جونګ نان روغتون د بېړنيو ناروغيو څانګې ځوان ډاګټر يانګ شياو د تجربو د شريکولو په ۲ رسمي فعاليتونو کې ګډون کړی دی او د اسرائيلو او هند له طبي کارکوونکو سره يې خپلې نظريې شريکې کړې دي. نوموړي وويل، چې د دغو دوو هېوادونو طبي کارکوونکو د پېښو د تشخيص، د طبي کارکوونکو د دفاعي او ساتوونکو تدبيرونو او د تداوۍ پلانونو په شمول د بېلا بېلو برخو د ډېرو مشخصو معلوماتو په اړه پوښتنې وکړې. هغه او همکارانو يې تر خپلې وسې پورې د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او خپلې تجربې يې ورسره شريکې کړې څو طبي کارکوونکي ورڅخه ګټې واخلي. نوموړې وويل

(( دوی د تشخيص د لارو چارو او محتوياتو په اړه علاقه لري. موږ د ټولو ناروغانو د نيوکليوک اسيد(Nucleic acid) ازموينې او د سختو ناروغانو په اړه مو د دريو او يا څلورو بدني برخو د نيوکليوک اسيد( Nucleic acid )ازموينې تر سره کړې، خو په بهرنيو هېوادونو کې د ازمايښتي کيټونو د شمېر له امله دومره زياتې ازموينې نه تر سره کيږي، نو زموږ تجربې د دوی لپاره ګټورې دي. د دوی د علاقې وړ دوهمه مسئله د وقايې او ساتنې مسئله ده. په بهرنيو هېوادونو کې په لنډه موده کې دغې ناروغۍ د چټکې خپرېدو له امله د اړوندو توکو کمبود رامنځته شوی، نو دوی په دې برخه کې زموږ معلومات غواړي. د تداوۍ مسئله هم د دوی د علاقې وړ ده. ))

پنګ جه يونګ خبريال ته وويل، چې کوويډ -۱۹ ويروس د انسانانو ګډ دوښمن دی، نړيواله ټولنه بايد د دې ويروس پر وړاندې يووالی وساتي.

(( موږ بايد يووالی وساتو او له نورو سره خپلې تجربې شريکې کړو، که يوازې نړيواله ټولنه يووالی وساتي نو دغه ويروس ته به ماتې ورکړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای