CRI Online

چين د خپلو دوو ملي جرګو د کلنيو غونډو د پيل وخت اعلان کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-04-29 19:38:48

چين د اپريل په ۲۹ مه نېټه د دغه هېواد د دوو ملي جرګو د ۲۰۲۰ کال د غونډو د پيل وخت اعلان کړ چې له مخې به يې دغه دوه مهمې کلنۍ غونډې يعنې د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غوڼده او د چين د ملي ولسي کانګريس کلنۍ غونډه په جلاجلا توګه د راتلونکې مۍ مياشتې په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.

د چين د دوو ملي جرګو کلنۍ غونډې هر کال يوځل او معمولاًً د هر کال په مارچ مياشت کې ترسره کيږي او د چين هېواد په کچه ډېر د توجو وړ دي، ځکه په دغو غونډو کې د هېواد د مهمو تګلارو، پاليسيو او قوانينو په ګډون د بېلابېلو برخو او مهمو موضوعاتو په اړه محثونه کيږي، د هېواد د تېر وخت پرمختګ ته کتنه او د راتلونکي ودې لپاره عمومي پلان ټاکل کيږي.

سږنۍ غونډې د کوويډ ۱۹ د وبا له کبله دوه مياشتې وځنډېدې، خو د ځنډېدو او د بيا پيل وخت يې په دې هېواد کې د ويروس د مخنيوي د واقعي حالاتو له مخې ټاکل شوی دی. نن د دغو غونډو د پيل وخت ټاکل او اعلان شوی او دوه مهم پيغامونه يې وړاندې کړل، لومړی پيغام دا دی چې په چين کې د ويروس وبا په ښه توګه کنټرول شوې، دوهم دا دی چې په دغه هېواد کې به د ويروس وقايوي کارونو ته د دوام ورکولو ترڅنګ د اقتصاد او ژوند نظم په لاچټکۍ سره عادي شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای