CRI Online

شواهد ښیي کووید-۱۹ ډیر مخکی په امریکا کې رامنځته شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-29 21:01:20

د امریکا د لاس انجلیس ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې په دې وروستیو ورځو کې د کالیفورنیا ایالت د ساڼ تاکلارا ولسوالۍ طبي پلټنې ښودلې چې په دې سیمه کې د مړو شویو هغو کسانو د مرګ وخت چې په کووید-۱۹ اخته شوي وو، د سږ کال د فبرورۍ په ۶ مه نیټه وه. دغه وخت د امریکا د ناروغیو د کنترول مرکز له اعلان شوي وخت څخه دری اوونۍ مخکی دی. د دغې ولسوالۍ ولسوال دا هم وویل چې ښایي د تیر کال په دسمبر میاشت کې په دغه سیمه کې کووید-۱۹ ویروس رامنځته شوی وی. د دې ترڅنګ د روان کال په مارچ کې د امریکا د ناروغیو د کنترول مرکز مشر په دې اعتراف وکړ چې د تیر کال د سپتمبر راهیسی د انفلونزا د خپریدو پر مهال هم ځینی کسان د کووید-۱۹ له امله مړه شوي، چې هغه وخت یی د مرګ لامل انفلونزا ښودل شوی و.

نو څو پوښتنې پیدا کیږي چې ایا د امریکا حکومت په دې اړه هیڅ معلومات نه لري؟ پر کووید-۱۹ د اخته کسانو حقیقت شمیر څومره دی؟ ایا د وبا په اړه د امریکا معلومات شفاف دي؟ ایا امریکا د کووید-۱۹ وبا په اړه د معلوماتو د پټولو په موخه د انفلونزا نوم کارولی؟ د امریکا حکومت د خپلو ضعیفو کارونو او نیمګړتیاوو د پټولو لپاره تر وسې پورې چین تورن کړی دی او کوی یی؟ نړیواله ټولنه د دې پوښتنو ځوابونو ته په تمه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای