CRI Online

تبصره: د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې د چينايانو کلتوري عنعنات ښودل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-29 21:06:24

د کوويډ ۱۹ ويروس پر وړاندې روانه مبارزه کې د چينايانو کلتوري عنعنات ښکاري.

په دغه مبارزه کې د چين کمونېست ګوند د خلکو د ژوند ساتنې او ژغورنې ته لومړيتوب ورکړی دی. د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځلې تاکيد کړی چې د خلکو د ژوند امنيت او روغتيا بايد تر هرڅه لوړ وګڼل شي.

په چيني کلتور کې زړو کسانو ته احترام کول او د ماشومانو ساتل ډېر مهم دي او چينايان ورته ډېر ارزښت ورکوي. د کرونا وبا پر وړاندې په روانه مبارزه کې چينايان همداسې کوي. هر ناروغ چې زوړ وي که کشر، شتمن وي که بې وزله، ژوند يې ډېر مهم دی او د درملنې په برخه کې ټولو ته په مساوي ډول کتنه کيږي.

چينايان وطن پرسته دي او د هېواد ملي ګټې ډېرې لوړې ګڼي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي وو چې د هر کس برخليک د هېواد او ملت له برخليک سره تړلی. د چينايانو په اند، که هېواد او ملت ښه وي، نو د خلکو د ژوند د ښه والي زمينه به برابره شي.

چينايان له يو بل سره مرستو ته هم ډېر ارزښت ورکوي. وو هان د ۷۶ ورځو لپاره قرنطين شوی و، په دغو ۷۶ ورځو کې له وو هان ښار سره د چين له بېلابېلو ځايونو څخه ګڼ شمېر طبي مواد او د ژوند اړين توکي په پرله پسې توګه مرسته شوي دي.

چينايان د نړۍ د نورو هېوادونو خلک خپل ملګري هم بولي.کله چې د کوويډ ۱۹ پېښه په لومړي ځل چين کې رامنځته شوی، ډېرو هېوادونو چين ته مرستې ورکړې دي، په چين کې د حالت له ښه کېدو وروسته چينايانو هم ډېرو هېوادونو ته متقابلې مرستې او طبي مواد ورکړي دي. لکه څنګه چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ويلي چې انسانان د ګډ برخليک ټولنه لري. چينايان غواړي له نورو سره په ګډې همکارۍ د انسانانو ګډ برخليک وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای