CRI Online

د کوويډ ۱۹ ويروس پر وړاندې روانه مبارزه او د چينايانو کلتوري عنعنات!

cri     (GMT+08:00) 2020-04-30 12:50:28
د کوويد-۱۹ ويروس پر وړاندې روانه مبارزه او د چينايانو کلتوري عنعنات!

کله چې د تېرې فبرورۍ په وروستۍ لسيزه کې له چين څخه د روغتيا نړيوال سازمان چارواکي بروس ايرواد ليدنه پای ته ورسېدله، هغه وخت نوموړي وويل چې د وو هان ښار په واټونو کې هېڅوک نشته، خو د هرې کړکۍ تر شا له کوويد-۱۹ ويروس سره د مقابلې لپاره هر ښاروال همکاري کوي. په دې موده کې چينايانو د يووالي او همکارۍ روحيه ساتلې وه او دا د حيرانتیا وړ ده.

د کوويد-۱۹ ويروس پر وړاندې په روانه مبارزه کې د چين کمونېست ګوند د خلکو د ژوند ساتنې او ژغورنې ته لومړيتوب ورکړی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ځلې تاکيد کړی چې د خلکو د ژوند امنيت او روغتيا بايد تر هرڅه لوړ وګڼل شي.

په چيني کلتور کې زړو کسانو ته احترام کول او د ماشومانو ساتل ډېر مهم دي او چينايان ورته ډېر ارزښت ورکوي. د کورونا وبا پر وړاندې په روانه مبارزه کې چينايان همداسې کوي. هر ناروغ چې زوړ وي او يا کشر، شتمن وي او يا بې وزله، ژوند يې ورته ډېر مهم دی او د درملنې په برخه کې ټولو ته په مساوي ډول ګوري. په وو هان ښار کې پر ياد ويروس له څه باندې ۲۵۰۰ ناروغانو څخه چې عمرونه يې له ۸۰ کلونو څخه پورته دي، تر ژغورنې او درملنې وروسته د بياروغېدو انډول يې ۷۰ سلنې ته رسېدلی او په دې جمله کې تر ټولو زيات عمر لرونکی ۱۰۸ کلن دی.

چينايان وطن پرسته دي او د هېواد ملي ګټې ډېرې لوړې ګڼي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي چې د هر کس برخليک د هېواد او ملت له برخليک سره تړلی. د چينايانو په اند، که هېواد او ملت ښه وي، نو د خلکو د ژوند د ښه والي زمينه به برابره شي.

چينايان له يو بل سره مرستو ته هم ډېر ارزښت ورکوي. وو هان د ۷۶ ورځو لپاره قرنطين شوی و چې نه يوازې د خپل هېواد، بلکې د نړۍ لپاره يې هم له ياد ويروس سره د مقابلې ګټور فرصت برابر کړی دی. په دې وخت کې څه باندې ۴۲ زره تنه طبي کارکوونکي د چين له بېلا بېلو سيمو څخه وو هان ته تللي او هلته يې د ناروغانو د ژغورنې او درملنې لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او ځيني يې قرباني شوي دي. په دغو ۷۶ ورځو کې د چين بېلا بېلو ځايونو له وو هان ښار سره ګڼ شمېر طبي مواد او د ژوند د اړينو توکو مرستې کړې دي، په دې بهير کې ډېر داسې داوطبان هم پيدا شوي چې د وو هان د عامو وګړيو لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي. برسيره پر دې، په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې ميشتو چينايانو هم له خپل هېواد سره د مال او توکو مرستې کړې دي. له دې څخه ښکاري چې چينايان د مصيبت پر وړاندې مبارزه کې د يووالي او همکارۍ ټينګې روحيې لري او موثرې کړنې ترسره کوي.

په عين وخت کې چينايان د نړۍ د نورو هېوادونو خلک هم خپل ملګري بولي. کله چې د کوويد ۱۹ ويروس ناروغی په لومړي ځل چين کې رامنځته شوه، ډېرو هېوادونو چين ته مرستې ورکړې دي، په چين کې د دې ناروغۍ د کنټرول حالت تر ښه کېدو وروسته چينايانو هم زياتو هېوادونو ته متقابلې مرستې او طبي مواد برابر کړي دي. لکه څنګه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي چې انسانان د ګډ برخليک ټولنه لري. چين غواړي له نورو هېوادونو سره د انسانانو ګډ برخليک د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي ((دوه ځای شينګ بانګ))، معنا يې دا ده چې که يو هېواد له ډېرو ستونزو سره مخ وي، نو د دغو ستونزو په ليرې کولو سره به دغه هېواد لا نور پياوړی شي. چينايانو د خپل هېواد د غښتلو کلتوري عادتونو په ټينګولو سره د کورونا وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کړی او يو ځل بيا يې له ننګونو او ستونزو سره د مقابلې لپاره خپل پياوړی توان څرګند کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای