CRI Online

چين د کوويد-۱۹ ويروس لخوا ځپل شوی هېواد دی، د ويروس په خپرېدو کې لاس نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-04-30 15:25:33
چين د کوويد-۱۹ ويروس لخوا ځپل شوی هېواد دی، د ويروس په خپرېدو کې لاس نه لري

د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير له يو چنګ د اپريل په ۲۸مه نېټه د امريکا د NBC شرکت له خبريالې سره په مرکه کې وويل، د کوويد-۱۹ ويروس ناروغی تر پيدا کېدو وروسته د چين لخوا خپاره شوي مالومات او شمېرې شفافي او حقيقي دي. دغه شمېرې ژوندي شواهيد لري، نو درواغ نه دي جوړ شوي. د دې پر ضد، ځينو هېوادونو په لومړي وخت کې دغه ناروغي انفلونزا وبلله چې دا دروغ خبرې وې.

خو دا يو واقعيت دی چې چين د دغه ويروس پر ضد اغېزناکه مبارزه کړې او تر نسبي بریاليتوب وروسته يې تر وسې پورې له نورو ډېرو هېوادونو سره زياتې مرستې کړې او کوي يې. چين د دغه ویروس لخوا ځپل شوی هېواد دی، خو د دې ويروس په خپرېدو کې لاس نه لري. چين د دې ويروس پر وړاندې روانه مبارزه کې ښه خدمتونه کړي او بايد د چين دې خدمتونه درناوی وشي، خو اوس د امريکا ځينې سياستوال چين خپل دښمن بولي او پر چين يې تورونه لګولي او بدنام کړی يې دی او حتی له چين څخه يې د تاوان غوښتنه کړې ده. دا بيخي د منلو وړ نه ده.

چين د امريکا دښمن نه دی، کوويد-۱۹ ويروس چې په امريکا کې يې نږدې ۶۰ زره کسان وژلي، د امريکا او نړۍ ګډ دښمن دی. اوس په چين کې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول حالت ښه شوی، د وو هان ښار کرنتين هم لغوه شوی دی، اقتصادي چارې او ټولنيز نظم د بياعادي کېدو په حال کې دی. د چين کاروونکي، سوداګر، ګمرکي کارکوونکي او ډيپلوماتان هره ورځ د امريکا په شمول ټولې نړۍ لپاره د وقايوي موادو د توليد او برابرونې لپاره هڅې کوي. په دې حال کې چې چينايان نړيوالو ته په خدمت لګيا دي، خو ځيني امريکايي سياستوال کله کله پر چين تورونه لګوي او بدناموي يې، نو ايا پوهېږئ چې د چينايانو احساسات څه وي؟ له دغو امريکايي سياستوالو څخه غوښتنه کوم چې بايد سمدلاسه سياسي لوبې پای ته ورسوي او د دغه ويروس پر وړاندې د مبارزې لپاره دې اغېزناک تدبيرونه او موثرې نړيوالې همکارۍ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای