CRI Online

مايک پوپيو د روغتيا نړيوال سازمان په تهديدولو سره د نړۍ پر وړاندې درېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-30 20:46:30

د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو د اپريل په ۲۹ مه نېټه يوځل بيا د کوويډ ۱۹ وبا د وقايې او مخنيوي په برخه کې د روغتيا نړيوال سازمان ناکام بللی او ادعا يې کړې چې د امريکا د ماليه ورکوونکو له پيسو څخه د ناوړه استفادې له امله ياد سازمان تر پوښتنې لاندې راوړي.

په حقيقت کې د روغتيا نړيوال سازمان د ويروس د مخنيوي په برخه کې ډېر مهم رول لوبولی دی.

چين د جنورۍ په درېيمه نېټه دغه سازمان ته د ويروس د پېښې خبر ورکړ، د روغتيا نړيوال سازمان ددې خبر ترلاسه کولو څخه دوه ورځې وروسته نورو هېوادونو ته د خطر زنګ وواهه او د همدې مياشتې له اوومې نېټې څخه يې په نوبتي توګه په تليفوني کنفرانسونو کې د بېلابېلو هېوادونو دعامې روغتيا چارواکو ته د ويروس د خپرېدو په اړه معلومات ورکړي دي چې په دغو هېوادونو کې امريکا هم شامله ده. په فبرورۍ کې دغه سازمان د طبي متخصصينو يوه ډله د څېړنې لپاره چين ته وليږله چې په دغه ډله کې دوه امريکايي متخصصين هم شامل وو.

د پام وړ خبره داده چې د امريکا واشينګټن پوست ورځپاڼې د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په پای کې د کوويډ ۱۹ ويرس پېښه نړيواله وبا اعلان کړه، له دې مخکې ياد سازمان ته د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز يوه چارواکي مارټين کيټرون اړونده مشوره ورکړې وه.

ښکاره ده چې امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري، خو سپينې ماڼۍ ولې ناوخته يعنې د مارچ په ۱۳ مه نېټه په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ؟ هغه وخت د روغتيا نړيوال سازمان لخوا د ويروس د خطر زنګ له وهل کېدو څخه څه پاندې څلوېښت ورځې تېرې شوې وې.

چين د جنورۍ په پای کې وو هان ښار قرنطين پيل کړ، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس وويل چې د چين دغې پرېکړې نورو هېوادونو ته د ويروس د خپرېدو سرعت ورو کړی دی. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې هغه ځکه چين ستايي، چې غواړي چين جدي اقداماتو ته دوام ورکړي او نور هېوادونه د چين له تجربې څخه زده کړه وکړي.

خو مايک پومپيو د چين پر تجربو سترګې پټوي او د چين د ستايلو له امله يې پر ياد سازمان نيکوه وکړه، د پمپيو ددې ناسمو سياستونو په نتيجه کې په امريکا کې د ويروس د خپرېدو حالت له کنټرول څخه وتلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای