CRI Online

د پاکستان د پارلمان مشر پر کوويد -۱۹ ويروس اخته شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-01 11:31:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پارلمان مشر اسد قيصر د اپريل په ۳۰ مه نېټه د ټولنيزې رسنۍ له لارې خبر ورکړ چې د کوويد- ۱۹ ويروس د ازموينې نتيجه يې مثبته راغلي او پر ياد ويروس اخته شوی، اوس هغه په کور کې د قرنطين په حال کې دی.

په دې وروستيو کې د پاکستان څو تنه لوړ پوړي چارواکي پر کوويد- ۱۹ ويروس اخته شوي. د پاکستان د روغتيا وزارت د اپريل په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ، چې په دغه هېواد کې د دغه ويروس ۱۶۴۷۳ پېښې ثبتې شوي چې د مړو شويو کسانو شمېر يې ۳۶۱ تنو ته رسېدلی او ۴۱۰۵ تنه له تداوۍ وروسته له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای