CRI Online

مايک پومپيو د روغتيا نړيوال سازمان ګواښي او د نړۍ پر ضد درېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-01 11:58:37

د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو د اپريل په ۲۹ مه نېټه يوځل بيا د کوويد-۱۹ ويروس د وقايې او مخنيوي په برخه کې د روغتيا نړيوال سازمان ناکام بللی او ادعا يې کړې چې د امريکا له مرستندويه پيسو څخه د ناوړه استفادې له امله به ياد سازمان تر پوښتنې لاندې راولي. په داسې حال کې چې په امريکا کې پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر له يو ميليون څخه زيات شوی او حالت يې ډېر سخت دی، پومپيو د امريکايانو ژوند د ژغورنې لپاره هېڅ اغېزناک تدبيرونه نه دي نيولی، خو پر نورو د پړې اچولو په غرض يې تر وسې پورې هڅې کړي او اوس غواړي د روغتيا پر نړيوال سازمان سياسي فشارونه واچوي. دغه راز هغه د نړۍ ضد درېږي.

په حقيقت کې د روغتيا نړيوال سازمان د دغه ويروس د مخنيوي په برخه کې ډېر کوښښونه کړي او نه بدلېدونکی رول يې لوبولی دی او کړڼې يې د نړيوالې ټولنې لخوا ډېر ستايل شوې دي. چين د روان کال د جنورۍ په درېيمه نېټه دغه سازمان ته د دغه ويروس خبر ورکړ، دغه سازمان دوه ورځې وروسته نورو هېوادونو ته د خطر زنګ وواهه او د همدې مياشتې له اوومې نېټې څخه يې په منظمو تليفوني کنفرانسونو کې د بېلا بېلو هېوادونو دعامې روغتيا چارواکو ته د ويروس د خپرېدو په اړه معلومات ورکړي . په تېره فبرورۍ کې دغه سازمان د څېړنې لپاره چين ته د طبي متخصصينو يوه ډله وليږله چې پکې دوه امريکايي کارپوهان هم شامل وو.

د پام وړ خبره دا ده چې د روغتيا نړیوال سازمان د ناڅاپې پېښو کمېټه د دې سازمان د وړانديزونو وړاندې کېدو په برخه کې مهم رول لوبوي، دغه کمېټه د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو له کارپوهانو جوړه شوې ده. د امريکا واشينګټن پوسټ ورځپاڼې څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په پای کې د کوويد-۱۹ ويروس پېښه نړيواله وبا اعلان کړه، تر دې مخکې د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز يوه چارواکي مارټين کيټرون دغه سازمان ته اړوندې مشورې ورکولې.

دا ښکاره ده چې امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې هېڅ ستونزه نه درلودله، پومپيو د دې هېواد د خارجه وزير په توګه، پر نورو د بې بنسټ تورونه لګولو حق نه لري. د امريکا خبري رسنيو هم پر هغه نيوکې کړې چې هېڅ نه ګوري، د روغتيا نړیوال سازمان خبرداری ته يې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی، د چين پر تجربو يې سترګې پټې کړې او يوازې د تعصب نظرونو په څرګندولو لګيا دی. د ده د دغو کړنو نتيجه دا ده چې، سپينې ماڼۍ ناوخته يعنې د مارچ په ۱۳ مه نېټه په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ، هغه وخت د روغتيا نړيوال سازمان لخوا د ويروس د خطر زنګ له وهل کېدو څخه څه باندې څلوېښت ورځې تېرې شوې وې. دا يو واقعيت دی چې امريکا د دغه ویروس د وقايې او کنټرول مناسب وخت څخه سمه ګټه نه ده پورته کړې.

چين د جنورۍ په پای کې وو هان ښار قرنطين کړ، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس وويل چې د چين دغې پرېکړې نورو هېوادونو ته د ويروس د خپرېدو سرعت ورو کړی دی. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې هغه ځکه چين ستايي، چې غواړي چين جدي اقداماتو ته دوام ورکړي او نور هېوادونه د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي.

خو مايک پومپيو د چين پر تجربو سترګې پټوي او د چين د ستايلو له امله يې پر ياد سازمان نيکوه کړې ده. امريکا حتی له دغه سازمان سره مالي مرسته وځنډوله. د دوی دغه کړنې د نړيوالې ټولنې لخوا غندل شوې. د م م سرمنشي ګوټريس دې ته اشاره وکړه چې اوس ټوله نړۍ له ويروس سره په مقابله بوخته ده، د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مالي مرستې ځنډېدل مناسب نه دي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو جګپوړي استازي جوسيپ وویل په داسې وخت کې د روغتیا نړيوال سازمان سره د امريکا د يادې مرستې مرستې ځنډېدل هېڅ دليل نه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای