CRI Online

امريکا بايد دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-01 15:15:36

اوس په امريکا کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر له يو ميليون څخه اوښتی دی، خو ځينو امريکايي سياستوالو د دغه ويروس کنټرول ته پاملرنه نه ده کړې او کوښښ کوي چې خپله پړه پر نورو واچوي.

دغه راز په امريکا کې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په کارونو کې ډېر شکونه را پيدا شوي.

امريکا بايد لاندنیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

لومړی: ولې د امريکا د ځمکني پوځ د ساري ناروغۍ څېړنيز مرکز په تېره مارچ کې په ناڅاپه ډول وتړل شو، د دې کار اصلي لامل څه و؟

دوهم، د امريکا ABC رسانه يي شرکت په تېر اپريل کې خبر ورکړ چې، د يوه محرم خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال له نومبر راهيسې د امريکا استخباراتي چارواکو څو ځلې ټرمپ ته د کوويد-۱۹ ويروس په اړه خبرداری ورکړی، خو سپينې ماڼۍ ولې ډېر ناوخته يعنې د تېر مارچ په ۱۳مه نېټه په دې هېواد کې بيړنی حالت اعلان کړ؟

درېيم: د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز په تېرې فبرورۍ کې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په تېر مني کې په دې هېواد کې ۳۲ ميليونه کسان په انفرونزا اخته شوي دي.

د دې مرکز مشر د مارچ په ۱۱مه نېټه دا ومنله چې په دغو ناروغانو کې ځيني پر کوويد-۱۹ ويروس اخته شوي. نو ولې د دغو کسانو شمېر نه په ډاګه کوي؟

ايا امريکا د انفرونزا په پلمه د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو حالت پټ کړی؟

څلورم: د امريکا د کالرفونيا ايالت د سنتا کلرا (Santa Clara) ولسوالۍ د روغتيا ادارې په تېر اپريل کې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې د روان کال د فبرورۍ په ۶مه نېټه په دې سيمه کې پر کوويد-۱۹ اخته شوی ناروغ مړ شو.

له دې څخه ښکاري چې دغه ويروس په تېره جنورۍ او يا له دې مخکې په دې سيمه کې پيدا شوی او په استوګنيزو ښارګوټو کې هم خپور شوی و. نو کوويد-۱۹ ويروس په واقعي توګه کوم وخت په امريکا کې پيدا شو؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای