CRI Online

يو مليارډ څلور سوه مليونه چينايان د کوويد۱۹ ضد مبارزې رښتني اتلان دي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-01 20:42:25

د مې لومړې نېټه د کارګرو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د کوويد-۱۹ ساري ناروغۍ په حال کې دغه ورځ ځانګړی اهميت لري. په څه دپاسه دريو مياشتو کې چين د کوويد-۱۹ له ساري ناروغۍ سره سخته مبارزه وکړه. په پای کې د هو بۍ ولايت او د وو هان ښار د ساتنې په پړاوويزه مبارزه کې کې او په ټول چين کې مهم ستراتيژيکي برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. يو مليارډ څلور سروه مليونه چينايان د کوويد-۱۹ ضد مبارزې رښتني اتلان دي.

له پيل څخه د چين دولت رئيس شي جين پينګ وويل چې دا مبارزه د ولس د ساتنې لپاره د ولس په اتکا روانه ده او د ولسو په اتکا جنګ دی او پر دې يې ټينګار وکړ چې د خلکو ژوند او روغتيا ته دې لومړيتوب ورکړی شي. د اپريل په دېرشمه نېټه شي جين پينګ د جنګ جو ښار د يوان فانګ شرکت ټولو کارکوونکو ته په ځوابي پيغام کې وويل چې ولس اتل دی. د ناڅاپي ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزې د لومړۍ کرښې طبي کارکوونکو او د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره په مختلفو ساحو کې برخوالو کارکوونکو چې د ځايونو پاکوونکو، پست لېږدوونکو، د طبي توکو توليدوونکو او نورو په مليونو کارکوونکو د ګډو کوښښونو له لارې ستر ځواب جوړ کړ.

په چين کې د استوګنې په ناحيو کې او په کليوالو سيمو کې په بنسټيزه توګه د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول شبکې جوړ شوې دي. څه دپاسه څلور مليونه بنسټيز کارکوونکي په جدی ډول په شپږ لکه پنځوس زرو ناحيو کې د ساري ناروغۍ حالت د څارنې، د ناحيو دروازو ته د ننوتلو د اداره کولو او له اړمنو کسانو سره د مرستې په شمول کارونه تر سره کړي او کوي يې. ټولو اوسيدونکو په خپله خوښه له دوی سره همکارۍ کړي او کوي يې.

د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په کارونو کې ټولو خلکو برخه اخيستې او هيڅوک له دې مبارزې څخه پاتې نه دي. په وو هان ښار کې يو ښوونکی هوا يوی چن د داوطلب په توګه د موټر چلونکی، د خلکو د تودوخې کتونکي او د ليږدوونکي په شمول زيات کارونه تر سره کړي، پست لېږدوونکی خلکو ته د اړينو مالونو د ليږلو دنده پر غاړه لري، په نان جينګ ښار کې د ماسک توليدولو په فابريکه کې پنځلس کارګرو په يوه ورځ اتيا زره ماسکونه توليد کړل او داسې نور. که نړيواله ټولنه غواړي چې له کوويد-۱۹ سره په مبارزه کې د چين پر اهميت پوه شي. نو يوازې په چين کې د هر عادی کارګر کارونو ته وګوري، نړيواله ټولنه به په چين کې د دغې ساري ناروغۍ ضد مبارزه کې د چين د برياليتوب په هکله مالومات ولري.

اوس مهال د کوويد-۱۹ ساري ناروغۍ د کنټرول کيدو په حال کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د توليد چارې د بيا سمسورتيا په حال کې دي. د اپريل تر څوارلسمې نيټې پورې په چين کې د لويو صنعتي تصديو د کارونو د پيل انډول نهه نوي سلنې ته ورسيد چې ۹۴ سلنې کارګر کارونو ته بير ته ستون شوي دي. د اپريل تر ۱۵مې نيټې پورې د منځنيو او کوچنيو تصديو د بيا کارونو انډول ۸۴ سلنې ته رسيدلی دی.

د پلان له مخې به چين په روان کال کې د ډېر بېوزلۍ د له منځه وړلو دنده بشپړه کړي او په هراړخيزه توګه به د سمسورې ټولنې جوړولو هدف عملی کړي. که څه هم ساري ناروغۍ د چيني اقتصاد د پرمختګ پر وړاندې ستونزې او ننګونې رامنځته کړې، خو د يو مليارډ او څلور مليونو چينايانو تر ګډو کوښښونو لاندې به دغه جنګ بريالی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای