CRI Online

په امريکا کې يو شمېر سياستوال پخپلو د ډېرو غلطو کارونو سره د وبا د خپرېدو مسؤل دي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-02 20:31:23

د لنسيټ مجلې عمومي مدير ريچارډ هورتن د مې په لومړۍ نېټه د چين مډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې د مثال په توګه ،امريکا د فبروري او مارچ په پيل کې ټول وخت ضايع کړی، دا د کوويد- ۱۹ ويروس ناروغۍ په برخه کې تراژيدي ده چې د انسان لخوا رامنځته کېږي.د هورتن نظر يو حقيقت څرګندوي چې که څه هم د امريکا يو شمېر سرتمبه سياستوال او رسنۍ له يو بل سره همغږي کوي ، پر چين يې تور لګولی او حتی دوی پرته له کوم اساس د چين تورنولو ادعا کوي، خو له ساري ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د امريکا د ترسره کوونکو کړنو ته په کتلو سره ، د عقل څښتنان به حتما دې پايلې ته ورسيږي چې دا د امريکا د ځينو سرتمبه سياستوالو د غلطيو او ناوړه رويې او کړنو له امله دي چې له بده مرغه په امريکا کې دا ناروغي په چټکۍ سره خپره شوې او په نړيواله کچه يې ګړنديتوب د اندېښنې وړ دی.

لومړۍ، ويروس هېڅ ملي پوله نه لري. د ناروغۍ پر ضد نړيواله مبارزه د شطرنج لوبه ده، خو د امريکا پاليسي جوړوونکو ناکامي او د وبا د سياست کولو هڅې په امريکا کې د تشخيص شويو ناروغانو او مړينو شمېر د چټک زياتوالي لامل شوي کوم چې په نړۍ کې د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول پر کارونو يې لوی فشار راوړی.د وبا پر ضد د امريکا د حکومت د ورو غبرګون له امله امريکا د کوويد-۱۹ ويروس ناروغۍ مهم صادروونکی ګرځېدلی دی. د بېلګې په توګه، د استراليا صدراعظم په تېر اپرېل کې د مرکې په وخت کې ويلي چې په دغه هېواد کې پر يادې ناروغۍ تازه تشخيص شوي نژدې ۸۰ سلنه ناروغان له بهر څخه راستانه شوي يا له هغو خلکو سره تماس نيوونکي دي چې له بهر څخه راستانه شوي او په دغو ناروغانو کې اکثرا له امريکا څخه راغلي.

دوهم، د امريکا پاليسي جوړوونکي د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په بهير کې پر "امريکايي لومړيتوب" او "د خصوصي توکو راوړل" ټينګار کوي کوم چې په نړۍ کې د ناروغۍ د خپرېدو خطر او د ناروغۍ ضد ستونزې ډېروي. په عين وخت کې په بېلا بېلو هېوادونو کې د طبي توکو غوښتنه لوړه شوې، خو امريکا نړيوالې ټولنې ته د مرستې لاس اوږدولو پر ځای ، لکه د غل په څير يې د نورو هېوادونو طبي توکي ضبط کړل او په دې توګه د وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې نړيوالې همکارۍ زيانمنوي .

درېيم، د امريکا د حکومت ناسمې پرېکړې نيولو او د خپلو غلطيو پټولو لپاره ، دغه هېواد په دې وروستيو کې د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مرستې د ځنډولو اعلان کړی. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو حتی ګواښ وکړ چې د تل لپاره به د روغتيا له نړيوال سازمان سره مرسته بندې کړي ، حتی ګواښ يې کړی چې د دې سازمان پر ځای به د بل سازمان جوړولو مخه ونه نيسي. هغه څو اړخيز سازمان د امريکا د ګټو خوندي کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه ورڅخه کار اخلي. د ساري ناروغۍ پر وړاندې د نړيوالې مبارزې په کليدي موده کې د امريکا ياده پرېکړه به بې له شکه له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستې لپاره د روغتيا د نړيوال سازمان توان محدود کړي او د نړۍ د عامې روغتيا امنيت ته به سخت ګواښ پېښ کړي چې د بېلا بېلو خواو لخوا په پراخه کچه يې غندنه شوې او د نيوکو لاندې راغلي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای