په دې وروستيو ورځو کې د ۲۰۱۸ کال د نوبل جايزې ګټونکي او د جاپان د مشهور معافيت پوه تاسوکو هونجو نوم د کوويد- ۱۹ ويروس ناروغۍ پر وړاندې اخيستل شوی او حتی دده تر نوم لاندې ډېر غلط معلومات خپاره شوي. په دې برخه کې تاسوکو هونجو په دې وروستيو کې د يادو غلطو خبرونو د روښانه کولو لپاره د کيوتو پوهنتون په رسمي ويبپاڼه کې يوه اعلاميه خپره کړې ده.
د جاپان رسنيو د خبر له مخې، ځينو خلکو د تاسوکو هونجو د نوم په ناسمې کارونې سره د انګليسي ، هندي او نورو ژبو له لارې غلط او ناسم خبرونه خپاره کړي، لکه "کوويد-۱۹ويروس په مصنوعي ډول جوړ شوی" او حتی په ناوړه ډول يې په وو هان ښار کې دده د کار کولو تجربې خبره هم جوړه کړې.
په دې برخه کې د تاسوکو هونجو او کيوتو پوهنتون بيانونه په لاندې ډول دي:
په ټوله نړۍ کې د کوويد- ۱۹ ويروس ناروغۍ د خپرېدو له امله رامنځته شوي مشګلات او اقتصادي زيانونه بې ساري دي. په دې وخت کې چې ټوله نړۍ له ستونزو سره مخ ده، زما او کيوتو پوهنتون نومونه د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره کارول شوي چې زه يې ډېر حيران کړی يم.
اوس زموږ ټولو ، په ځانګړي توګه د ساينسي څېړنو په ډګر کې د خلکو لپاره دا وخت دی چې له ګډ دښمن سره د مبارزې لپاره همکاري وکړو. موږ د انسانانو د ژوند د خوندي کولو لپاره ډېر کوښښ کوو او موږ نشو کولی د ېوې شيبې لپاره ځنډ وکړو. زموږ ټولې هڅې بايد د ناروغۍ درملنې ته وقف شي ترڅو د ستونزو خپرېدو مخه ونيسو او د نوې زمانې لپاره پلانونه جوړ کړو. په داسې حالت کې ، د ناروغۍ د اصليت په اړه داسې بې اساسه ادعا ډېر خطرناکه او ويجاړوونکې ده.
د انسانانو نېکمرغي د طبيعي چاپيريال د همغږۍ موجوديت پر اساس ده. کيوتو پوهنتون د ټولو انسانانو د هوساينې لپاره هلې ځلې کوي. زه ډېر خوښ او وياړم چې د پوهنتون کارونو بشپړ ملاتړ کوم. راځئ چې د لوړې موخې په لور پرمختګ ته دوام ورکړو چې انسانان يې ترلاسه کولی شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |