CRI Online

د چين پر ضد د امريکا سياست وال سټيف بنون

cri     (GMT+08:00) 2020-05-04 13:13:28

څو ورځې دمخه د امريکا د ښې لاسي سياست وال سټيف بنون له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې د کووید ۱۹ پر ضد پر چيني مبارزې نيوکې وکړې او و يې ويل چې چين بايد د دغې نړيوالې وبا خپرېدو پړه پر غاړه واخلي. بنون په داسې حال کې چې اوس په امريکا کې څه باندې يو مليون تنه پر کوويد ۱۹ اخته کېدل تشخيص شوي او د روان کال په لومړۍ ربع کې د امريکا په اقتصادي چارو کې له نړيوال پولي بحران راهيسې تر ټولو زيات کموالی راغلی، پر واقعيتونو د خپلو سترګو په پټولو سره پر چين بې دليله تورونه لګوي او د ويروس د خپرېدو په اړه پړه پر چين اچوي. دا ډېره غير اخلاقي کړنه ده.

سټيف بنون چې د ستراتيژيو په برخه کې د امريکايي ولسمشر لوی سلاکار و، سياسي ليد لوری او فکر يې ډېر تند دی، هميشه له نورو کسانو سره مقابله غواړي او تل پر نژاد پرستۍ او تبعض ټينګار کوي. د ۲۰۱۷ کال په اګست کې هغه له سپينې ماڼۍ څخه ګوښه شوی، خو لا تر اوسه يې د سړې جګړې پر مفکورې ټینګار کړی او په هر ډول موقع کې يې چين د ګواښ په توګه ياد کړی.

دا چې اوس کوويد ۱۹ په ټوله نړۍ کې د چټک خپرېدو په حال کې دی، بنون د ويروس په پلمه پر چين د تور لګولو فرصتونه پيدا کړل، نو ځکه هغه څو څو ځله د چين پر ضد تيزې خبرې وکړې. هغه په دې وروستيو کې د يوې مرکې په ترڅ کې يو ځل بیا ادعا وکړه او و يې ويل چې د چين واکمن کمونېست ګوند په خپل هېواد کې د کوويد ۱۹ د مخنيوي هڅه کوي، خو په نورو هېوادونو يا سيمو کې يې د دغه ويروس خپرېدو ته هېڅکله پام نه دی کړی. هغه غواړي چې د دغه ډول خبرو په کارولو سره د چين او نړيوالې ټولنې ترمنځ تقابل او دښمني جوړه کړي.

خو د بنون تورونه رښتيني واقعيتونه نه شي بدلولای. د کوويد ۱۹ له خپرېدو راهيسې چين تل په عادلانه، روښانه او مسؤلانه اصولو سره په لومړي وخت کې د روغتيا نړيوال سازمان ته د ويروس د خپرېدو اړوند معلومت او حالت بيان کړی، پر وخت يې له ټولې نړۍ سره د ياد ويروس جنتيک جوړښت شريک کړی او سمدلاسه يې د ساري ناروغۍ د مخنيوي او وقايې په برخه کې د نړۍ د کارپوهانو ترمنخ د همکارۍ زمينه برابره کړې. په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ګاودن ګاليا ويلي چې د روغتيا نړيوال سازمان د تېر کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د کوويد ۱۹ په اړه د چين غير رسمي معلومات تر لاسه کړل. د روان کال د جنورۍ له ۳مې نېټې څخه چين په ټاکلي موده کې د روغتيا نړيوال سازمان، د امريکا په ګډون اړوندو هېوادونو، سيمه ييزو سازمانونو او د خپل هېواد هانکانګ، مکاو او تايوان سيمو ته د ويروس د خپرېدو وروستي حالت په اړه معلومات ورکول پيل کړی دی. د دې تر څنګ د روغتيا نړيوال سازمان په تېره فبرورۍ کې چين ته د کارپوهانو يو نړيوال ګروپ ولېږلو او له چين څخه يې ليدنه وکړه چې په دغه ګروپ کې دوه امريکايان هم شامل وو. د کوويد ۱۹ پر ضد چيني مبارزه بې شکه روڼوالی لري.

د يادونې وړ خبره دا ده چې د چين حکومت د ويروس د مخنيوي په خاطر وو هان ښار قرنطين او کلابند کړ چې اغېزه يې د پام وړ ده. د روغتيا نړيوال سازمان د ځينو کارپوهانو لخوا له برابر شويو شمېرو څخه ښکاري چې د چين د يو لړ اغېزمنو تدبيرونو له امله له چين نه بهر د کوويد ۱۹ خپرېدل له ۲ نه تر ۳ اوونيو پورې ځنډېدلي. د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره د چينايانو سترې قربانۍ ته په اشارې سره ويلي چې دا د انسانانو لپاره ستر خدمتونه بلل کېږي.

له چين څخه د کوويد ۱۹ ويروس د تاوان غوښتلو لپاره د بنون دروغ او پلمې له نړيوالو دودونو او قوانينو سره بيخي سمون نه لري. د چين د بهرنيو چارو وزارت يو وياند څرګنده کړې چې په ۲۰۰۹ کال کې د H1N1 انفلونزا خپرېدل په امريکا کې پيل شوي او بيا يې پر۲۱۴ هېوادونو او سيمو باندې سترې منفي اغېزې کړې. د تېرې پېړۍ په ۸مه لسيزه کې ايډز ناروغي په امريکا کې په لومړي ځل پيدا شوې او دغه راز په ۲۰۰۸ کال کې نړيوال پولي بحران هم په امريکا کې لومړی رامنځته شو. نړيوالې ټولنې هېڅکله له دې امله له امريکا څخه تاوان نه دی غوښتی. نو بنون ولې له چين څخه تاوان غواړي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای