CRI Online

د ګردې نړۍ کارپوهان د ځينو امريکايي سياستوالو دروغ ردوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-04 16:10:46

د امريکا د استخباراتي ادارې مشر د تېر اپريل په ۳۰مه نېټه ددې ادارې په ويبپاڼې کې یوه اعلاميه خپره کړه.

نوموړي په دغې اعلامیې کې د ساينسپوهانو له هغه ګډ نظر سره موافقه وکړه، چې کوويډ-۱۹ ويروس مصنوعي نه دی او DNA يې هم نه ده تعدیل شوې.

د دوی دغه نظر د ځينو امريکايي سیاستوالو هغه دروغجنې خبرې ردوي، چې ګواکې دغه ويروس مصنوعي دی او په لابراتور کې جوړ شوی دی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د همدې ورځې په شپه په يوه خبري ناسته کې لا هم پر دې ټينګار کاوه، چې ياد ويروس د چين د وو هان ښار په لابراتور کې جوړ شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان وياند فاديلا چايب څو ورځې مخکې وویل، چې اوس په ځينو خبري رسنيو او ټولنيزو رسنیو کې د کوويډ-۱۹ ويروس د سرچينې په اړه دروغجنې نظریې او دسیسې خپرېږي، خو واقعيت دا دی او ټول شواهد دا ښيي، چې دغه ويروس له حيواناتو منځ ته راغلی او په لابراتور کې نه دی جوړ شوی او مصنوعي نه دی.

د امريکا د روغتيا څېړنيز انسټيټيوټ او د سکريپوس څېړنيزې ادارې په شمول يو شمېر ارګانونو د مقالو په خپرولو سره دا څرګنده کړې، چې کوويد-۱۹ ويروس په طبيعي توګه رامنځته شوی دی.

د فرانسې ولسمشر دفتر هم د تېر اپريل په ۱۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې تر اوسه داسې هيڅ شواهد نه شته چې وښيي دغه ويروس د چين د ووهان لابراتور له څېړنيزو کارونو سره تړاو ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای